روزنامه هیواد

د بشری حقونو کمېسیون: په تېره اوونۍ کې ۷۸ ملکی وګړی وژل شوی او ۱۷۷ نور ټپی شوی

د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون وایی: په تېره اوونۍ کې په بېلابېلو حملو کې ۷۸ ملکی وګړی وژل شوی او ۱۷۷ کسان ټپیان شوی چې دا د حملو شدت ښیی.د دغه کمېسیون ویاند شکرالله مشکور د پنجشنبې په ورځ آزادۍ راډیو ته ویلی:(( په تېره اوونۍ کې ۷۸ ملکی کسان وژل شوی او ۱۷۷ ټپیان شوی ، له بده مرغه د حملو شدت زیات شوی او د جګړې له دواړو لورو د ملکی وګړو د مرګ ژوبلې کچه هم لوړه شوې ، د بشری حقونو خپلواک کمېسیون تل د جګړې له دواړو لورو غوښتنه کړې، چې په جګړه کې دې له هغو تکتیکونو لاس واخلی چې ملکیانو ته په کې مرګ ژوبله اوړی.)) ښاغلی مشکور وایی: دا شمېرې لومړنۍ دی او ښایی د زابل د مرکز قلات ښار د لاوړمې ورځې د موټربم حملې د تلفاتو له شمېر وروسته دا شمېرې نورې هم لوړې شی.د ښاغلی مشکور په خبره، دا هغه شمېرې دی چې د پېښو مسووولیت یې طالبانو منلى دی.دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې په کابل، پروان او د پنجشنبې په ورځ په زابل کې د طالبانو له لوری حملې ترسره شوی ، چې زیات شمېر ملکیانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.د تېرې سې شنبې په ورځ په پروان او کابل کې د انتحاری حملو له امله له پنځوسو ډېر ملکیان ووژل شول او شااوخوا اویا تنه نور په کې ټپیان شول.له دې پېښې یوه ورځ وروسته د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کې د تذکرو د وېش په دفتر وسله والو حمله وکړه چې د کورنیو چارو وزارت په وینا: څلور کسه په کې ووژل شول او ۱۲ نور ټپیان شول، که څه هم د جلال آباد د پېښې مسوولیت کومې وسله والې ډلې ونه مانه، خو د کابل او پروان د انتحاری حملو مسوولیت وسله والو طالبانو منلی دی.همدارنګه، د زابل په مرکز قلات ښار کې د طالبانو د موټربم حملې له امله لسګونه ملکیان وژل شوی دی.په ورته وخت کې افغان حکومت وایی ،چې وسله والو طالبانو د جګړې په ډګر کې ماتې خوړلې، ځکه یې پر ولسی وګړو حملې پیل کړی دی.د ولسمشر ویاند صدیق صدیقی آزادۍ راډیو ته ویلی:(( دا پېښې دا ښیی چې د جګړې په ډګر کې یې ماتې منلې او هغه څه چې د یوې پروسې په نامه یې اهداف ګرځولی وو او تر لاسه یې نه کړل، نو له بده مرغه د ملکیانو پر وژلو یې لاس پورې کړ.))په روانه جګړه کې ولسی وګړی یوازې د طالبانو په حملو کې نه وژل کېږی، بلکې د بهرنیو او افغان ځواکونو عملیات او هوایی حملې هغه څه دی چې له امله یې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوړی.د افغانستان د ملکیانو د خوندیتوب لپاره د عدالت غوښتنې ډله وایی: په تېرو پنځلسو ورځو کې په فاریاب کې د افغان امنیتی ځواکونو له لوری په عملیاتو کې له لسو زیاتو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.د چارو یو شمېر کارپوهان باور لری، چې طالبان د انتخاباتو په درشل کې د حملو په زیاتېدو غواړی، چې د عامو خلکو او افغان امنیتی ځواکونو روحیه ضعیفه کړی چې خلک په دغو انتخاباتو کې ګډون ونه کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید