روزنامه هیواد

د بشری حقونو کمېسیون: طالبانو دې د عامه تاسیساتو له ویجاړولو ډډه وکړی

د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون وایی، چې طالبانو د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ تر نیولو وروسته ملکیان وژلی او د خلکو مالونه یې لوټ کړی دی.طالبانو د تېرې سرطان میاشتې په ۲۳مه د سپین بولدک ولسوالۍ ونیوله. د افغانستان د بشری حقونو د خپلواک کمېسیون وایی: د دوی موندنې ښیی چې دغې ډلې د پخوانیو او برحاله کارکوونکو او د حکومت د پلویانو د تعقیب او پېژندنې وروسته خلک له خپلو کورونو اېستلی او وژلی دی.د بشری حقونو خپلواک کمېسیون له لوری په خپاره شوی بیان کې راغلی ،چې د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا د ملکی کسانو وژنه، د نړیوالو بشرپالو حقونو ښکاره نقض او د جنګی جنایت مصداق دی.دغه بنسټ وایی ،چې ددې رپوټ موندنې د (( محلی باخبرو او معتبرو سرچینو)) د قربانیانو له یو شمېر کورنیو سره د مرکو او د عینی شاهدانو د سترګو لیدلی حال په اساس برابر شوی دی.د افغانستان د وسله والو ځواکونو ویاند جنرال عمر شینواری تیره اوونۍ په کابل کې خبریالانو ته ووېیل، چې طالبانو په سپین بولدک ولسوالۍ کې ۴۰۰ ملکیان له خپلو کورونو اېستلی او ۱۰۰ یې وېشتلی او وژلی دی.

دغې ادارې په افغانستان کې له ښکېلو خواوو په ځانګړې ډول له طالبانو غوښتی چې د ملکی وګړو د حفاظت او جسمی تمامیت په هکله په قانونی مکلفیتونو عمل وکړی او د غچ اخیستونکو بریدونو، د دولتی او عام او خصوصی تاسیساتو له تخریبولو ډډه وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید