روزنامه هیواد

د بشری حقونو د نقض مخنیوی دې وشی

په افغانستان کې روانې جګړې او ترهګریزو بریدونو د افغان ولس ژوند، کار،روزګار او هڅې سختې زیانمنې کړې دی، دغه ملت د ژوند په ټولو برخو کې له دې تپل شوې جګړې اغېزمن شوی دی. له یوې خوا د دغه ملت بچیان په تپل شوې جګړه او ترهګریزو بریدونو کې وژل کېږی، له بلې خوا یې کورونه اشغالېږی او وسله والې او ترهګریزې ډلې ترې د جګړې د ډال په توګه کار اخلی. په همداسې حال کې ملګری ملتونه او د بشری حقونو ادارې هم د دغه ملت پر خطرناک ژوند او سر او مال ته یې اوښتونکیو زیانونه اندېښنې ښکاره کوی.

سره له دې، چې د سولې لپاره د مذاکراتو لړۍ پیل شوې، خو برعکس د افغان ولس تلفات او زیانونه تر بل هر وخته ډېر زیات شوی دی. حقیقت دا دی، چې هم د طالب په جامه کې، هم د وسله والو ځواکونو او یا هم د ولس بې طرفه بچیان، ټول په دې تپل شوې جګړه کې زیانونه ګالی. له کله چې د سولې بین‌الافغانی خبرې په تېره سپټمبر میاشت کې پیل شوې، ورسره سم په هېواد کې ملکیانو ته مرګ‌ژوبله لا زیاته شوې ده.

د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون د رپوټ له مخې آن د افغان ماشومانو په وړاندې هم روانی، اقتصادی، فزیکی او جنسی تاوتریخوالی زیات شوی دی.

د بشری حقونو خپلواک کمېسیون په راپور کې چې وړمه ورځ سه شنبه خپور شوی راغلی، په ۱۳۹۹کال کې لسګونه افغان ماشومان په وسله والو نښتو کې ښکېل وو چې په وینا یې ۲۰ ماشومان د امنیتی سرتېریو په لیکو کې او ۹۶ نور د وسله والو مخالفینو په لیکو کې فعالیت درلود.د یادې ادارې د معلوماتو له مخې چې د تاوتریخوالی په دغه قربانی ماشومانو کې ۹۴۸ هلکان او ۴۴۳ نجونې شاملې دی.

په ورته وخت کې د همدې جګړې له امله د افغان ولس د زړه بوګنوونکی قربانیو رپوټ هم د یوناما له خوا خپور شوی، چې د سولې مذاکراتو له پیل سره سم د افغان ملکی وګړیو مرګ ژوبله لوړه شوې ده. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولی یا یوناما په خپل کلنی رپوت کې په ښکاره توګه وېیلی،(( وروسته له هغې چې د تېر کال د سپټمبر په ۱۲مه په دوحه کې بین‌الافغانی خبرې پیل شوې، د همدې کال په وروستیو درېیو میاشتو کې د ملکی تلفاتو شمېر د مخکېنی ۲۰۱۹ کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۴۵ زیات شوی دی. ملکیانو ته تر ټولو ډېر تلفات په نومبر میاشت کې اوښتی دی. کېدای شوای چې ۲۰۲۰ کال د افغانستان لپاره د سولې کال وای، خو پر ځای یې جګړو بیا هم د زرګونه کسانو ژوند واخیست.))

د ملکی وګړیو د مرګ ژوبلې او دغه بشری جنایتونو پړه هم د هغې خوا پر غاړه ده، چې د سولې له خبرو یې تېښته کړې او د تاریخی او قسم خوړلی دښمنانو په لمسون یې جګړه او بریدونه پراخ کړی دی. په اصل کې دا انسانی ناورین او ستر بشری جنایتونه دی، چې پر افغان ولس روان دی، په داسې حال کې چې د دې جګړې او د سولې په مخ کې د خنډونو اچولو بهرنی لوری هم مالوم دی؛ له همدې امله په افغانستان کې د دغه بشری ناورین د مخنیوی لپاره ضروری ده، چې د جګړې او بشری جنایتونو سرچینې را وسپړل شی او په دې برخه کې ملګری ملتونه او نړیواله ټولنه مسوولیت لری، چې مخنیوی یې وکړی.

دغه بنسټونه ټول خبر دی، چې د افغانستان په ګاونډ پاکستان کې د ترهګریزو او اورپکیزو ډلو ملاتړ کېږی او په افغانستان کې یې د روانې جګړې او بریدونو لپاره چمتو کوی او بیا ترې خپلې ګټې پورته کوی، دا ترهګری ده، دا ترورېزم دی او دا د افغان ولس پرضد د بشری جنایتونو مسوولیت پر غاړه لری، د ملګرو ملتونو او بشری حقونو سازمانونه باید د دې مخنیوی وکړی او پر افغانو له بهره تپل شوې جګړه ختمه کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید