روزنامه هیواد

د بشری حقونو د خوندیتوب لپاره باید لا زیاتې هڅې وشی

د بشری حقونو خپلواک کمېسیون په افغانستان کې د بشری وضعیت په اړه اندېښمن دی.د دغه کمېسیون مشرې سیما سمر پرون د بشری حقونو د نړیوالې اعلامیې د۷۰مې کلیزې په نمانځغونډه کې ،چې په کابل کې جوړه شوې وه وویل: سره له دې چې په تېرو کلونو کې د بشری حقونو د خوندیتوب لپاره کار شوی، خو دا بسنه نه‌کوی او باید په‌دې برخه کې زیاتې هڅې وشی.دا وایی: د بشری حقونو په وضعیت کې د پام وړ بدلون راغلى، خو لا هم موږ په دې برخه کې جدی اندېښمن یوو، معنی دا چې په افغانستان کې د معلولینو حقوق پوره نه‌دی تامین شوی . په ورته وخت کې د افغانستان لوی څارنوال فرید حمیدی وایی: هغه وخت به افغانستان بشری حقونه تامین شی چې د سیاست او شخصی ګټو تابع نه‌وی.له دې سره د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وویل: (( سره له دې چې د بشری حقونو کمېسیون په دې برخه کې اغېزمن ګامونه اخیستی، خو لا هم جدی ستونزې شته. له هغې ورځې چې افغانستان د بشری حقونو نړیوالې اعلامیې ته د تائید رایه ورکړې، هڅه‌یې کړې چې بشری ارزښتونه په پام کې وساتی او محتوا ته ‌یې په اساسی او نورو قوانینو کې ځای ورکړی، البته په زیاتو برخو کې له ستونزو سره هم مخ وو، چې لامل ‌یې تحمیلی جګړې او یا هم د بهرنیو قدرتونو د لاسوهنو پراختیا وه.)) عامه پوهاوى، د بشری حقونو د قواعدو زده‌کړه، د ښځو او ماشومانو له حقونو ملاتړ او ځینې نور مسایل د بشری حقونو د کمېسیون له لاسته راوړنو دی، چې ښاغلی دانش ورته اشاره وکړه.

ممکن است شما دوست داشته باشید