روزنامه هیواد

د بشری حقونو خپلواک کمېسیون د صحرایی محاکمو له زیاتېدو اندېښنه څرګندوی

د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون په  هېواد کې د ښځو صحرایی محاکمې د بشر ضد عمل ګڼی او وایی، د روان لمریز کال له پیل راهیسې له دوى سره د صحرایی محاکمو ۹ قضیې ثبت شوې دی.د دغه کمېسیون ویاند بلال صدیقی د دوشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، د ښځو پر وړاندې دغه صحرایی محاکمې تر ډېره په هرات، بادغیس، فاریاب، تخار او غور ولایتونو کې شوې دی.نوموړی دغه‌شان وویل، امنیتی ارګانونه باید د نورو د عبرت په هدف، د صحرایی محاکمو د عاملینو د نیولو په برخه کې جدی اقدامات وکړی.د افغانستان د بشری حقونو کمېسیون په هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی له زیاتېدو اندېښمن دی او تر ټولو د اندېښنې وړ مسئله په روان لمریز کال کې د ښځو صحرایی محاکمې دی چې ښځې په‌کې په خپل‌سری ډول مجازات کېږی.”دغه کمېسیون وایی، صحرایی محاکمې له بشری حقونو سرغړونه ده چې تر ډېره د وسله‌والو طالبانو او غیر مسؤله وسله‌والو له‌خوا په لرو پرتو سیمو کې ترسره کېږی.د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون وایی، ناموسی وژنې، جنسی تېری، له وخته مخکې ودونه، وهل ټکول، اقتصادی ستونزې، صحرایی محاکمې او ښځو ته سپکې سپورې ویل، په دغه هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی له مهمو مواردو شمېرل کېږی.دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د تخار په چاه اب ولسوالۍ کې یوه ښځه په یوه صحرایی محاکمه کې، د ناروا اړیکو په تور د یو شمېر کسانو له‌خوا ووهل شوه.پخوا تر دې شااوخوا دوه کاله مخکېد غور په ولایت کې د رخشانې په نوم یوه نجلۍ له کوره د تېښتې په جرم په یوې صحرایی محاکمه کې ووژل شوه او په کابل ښار کې د فرخندې په نوم بله نجلۍ، د قران د سوځولو په تور په وهلو ټکولو وژل شوېده.له دې ټولو سره د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایی، امنیتی ارګانونو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی د عاملینو د نیولو په برخه کې، خپلې هڅې تېزې کړې او په بېلابېلو ولایتونو کې یې د صحرایی محاکمو په تړاو لسګونه تنه نیولی دی.د دغه وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمی په دې اړه ازادی راډیو ته وویل: ټول هغه مجازات او صحرایی محاکمې چې د یو شمېر کسانو له‌خوا ترسره شوی، پولیسو یې په وړاندېخپل اقدامات کړی، یو شمېر کسان‌یې نیولی هم دی، له دې ډلې دوه تنه په فاریاب او ۷ په بدخشان کې نیول شوی او د ټولو دوسیې لویې څارنوالۍ ته استول شوې دی.”په ورته وخت کې د افغانستان د ښځو چارو وزارت ویاندې ریا دادرس ازادی راډیو ته وویل، د روان لمریز کال له پیله تر دې دمه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی ۱۱۹ قضیې له دوى سره ثبت شوې دی.دغه وزارت له دینی عالمانو او د جومات له ملا امامانو غواړی چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی او صحرایی محاکمو د مخنیوی په هدف، خلکو ته تبلیغ وکړی.       ناجیه ساپۍ

ممکن است شما دوست داشته باشید