روزنامه هیواد

د بشری حقونو خپلواک کمېسیون: د سولې د خبرو پر مهال هدفی وژنې د منلو نه دی

 د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون د خبرپاڼې په خپرولو سره په دوحه کې د سولې بین الافغانی خبرو پر مهال هدفی وژنې د سولې خبرو د روحیې خلاف بللې دی.په خبرپاڼه کې ویل شوی، چې  د دوی د موندنوې، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۹۴۵ ملکی وګړی د هدفی وژنو قربانی شوی دی.سرچینه زیاتوی، چې له همدې ډلې ۵۳۳ هغه یې وژل شوی او ۴۱۲ نور ټپیان شوی دی.دغه کمېسیون په خبرپاڼه کې د جګړې له ښکېلو اړخونو غوښتنه کړې، چې د بشری حقونو نړیوالو قوانینو ته په پام دې د تاوتریخوالی کمښت په اړه د افغانانو غوښتنې ته مثبت ځواب ووایی.سرچینې دغه راز له افغان حکومت څخه غوښتنه کړې، چې د ملکی افغانانو د ژوند خوندیتوب ته دې جدی پاملرنه وکړی.یاد کمېسیون داسې مهال له حکومت نه د عامو خلکو د ژوند د خوندیتوب غوښتنه کوی، چې په دې وروستیو کې په بمی چاودنو کې د عامو خلکو مرګ ژوبله په بې سارې ډول زیاته شوې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید