روزنامه هیواد

د برېښنا انرژۍ د ۹پروژو چارې بشپړې شوې او پر ۲۲نورو پروژو کار روان دی

د افغانستان د برېښنا شرکت وایی، چې اوسمهال د هېواد په ۳۳ ولایتونوکې برېښنا تولیدېږی، چې د کورنیو سب ستېشنونو ټولیز تولیدات ۶۲۸ میګاواټه ته رسېږی.

د افغانستان د برېښنا شرکت رییس، امان الله غالب، چې د یکشنبې په ورځ یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د غونډې پر مهال په ۱۳۹۸ مالی کال کې د دغې ادارې د کړنو په اړه خبریالانو ته معلومات ورکول، ویې ویل: د ټولو سب ستېشنونو ظرفیت ۳۶۳۴ میګا واټه امپیره دی او د برېښنا د انتقالی لینونو اندازه ۲۷۱۰ کیلومتره ته رسېږی.

ده وویل ،چې اوسمهال افغانستان د ترکمنستان، ایران، تاجکستان، او ازبکستان له هېوادونو څخه د څلورو وارداتی لینونو له لارې شاوخوا ۱۰۱۵ میګاواټه برېښنا واردوی.

په همدې حال کې د افغانستان د برېښنا شرکت رییس، د ۴۰ میګاواټه په ظرفیت د بیات له تولیدی دستګاه څخه ګټه اخیستنه، په کندهار کې د ۴۰ میګاواټه په ظرفیت له درېو لمریزو دستګاوو څخه ګټه اخیستنه، د هرات له ۲ میګاواټه بادی او لمریزې دستګاه څخه ګټه اخیستنه، د جبل السراج او پارون د اوبو له وړو دستګاوو څخه ګټه اخیستنه، د برېښنا د وېش له شبکې سره د خوست ولایت نښلول او د دولتی ادارو او د هستوګنې دکورونو پر بامونو د لمریزې برېښنا د تطبیقی پروګرام د طرحې ترتیبېدل، په ۱۳۹۸ کال کې د عمده لاسته راوړنو په توګه یاد کړل. غالب د کاسا ۱۰۰۰ پروژه، له ترکمنستان څخه تر هراته د ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا د انتقال د لین پروژه (TAP) او د پلخمری له دشت الوان څخه د کابل تر ارغندۍ ، د ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا د انتقال د لین پروژه، د درېو سترو سیمه ییزو پروژو په توګه یادې کړې او ویې ویل، چې د یادو پروژو چارې هم جریان لری.  د افغانستان د برېښنا شرکت رییس وویل چې په ۲۰۱۹ کال کې د ارغندۍ د سب سټېشن ۲۲۰kV/20Kv، د ترکمنستان له سرحد څخه تر شبرغانه د ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا د انتقال د لین، د دشت الوان د ۵۰۰ کیلوولټه سب سټېشن، د سالنګ د ۲۲۰کیلوولټه/۲۰ کیلوولټه سب سټېشن، د سروبی د ۲۲۰کیلوولټه/۲۰ کیلوولټه سب سټېشن، د کندهار ولایت د IPP 40 میګاواټه لمریزې پروژې، د مزارشریف د IPP 40 میګاواټه ګازی حرارتی پروژې، په شبرغان او اندخوی کې د ۲۲۰کیلوولټه/۲۰ کیلوولټه سب سټېشن او د مزار شریف د سب سټېشن د پراختیا چارې، بشپړې شوې دی.

ده زیاته کړه، چې په ۱۳۹۸ کال کې په مجموعی توګه د برېښنا ۱۰۳ پروژې تر لاس لاندې نیول شوې وې، چې د ۹ پروژو چارې یې بشپړې شوې او پر ۲۲ نورو پروژو کار روان دی. په ټولیزه توګه له دې ډلې څخه ۷۰ پروژې تمویل شوې او ۳۳ پروژې له تمویل څخه پاتې دی. غالب له فساد سره د مبارزې په برخه کې لاسته راوړنې هم یادې کړې او ویې ویل: د خان انجنیرنګ دوسپنې ویلې کولو فابریکه، د انرژۍ مصرف د تحویلولو سند د نه شتون له امله څارنوالۍ ته ور پېژندل شوی ، ۲۳ مشترکین د برېښنا مصرف د تحویلولو سند د نه شتون له امله څارنوالۍ ته ورپېژندل شوی او دغه راز د برېښنا شرکت ۳۲ کارکوونکی د اداری سرغړونو په دلیل تادیب شوی.

ده زیاته کړه، چې په مرکز او ولایتونو کې ۲۷۶ مشترکین د برېښنا انرژۍ د ناقانونه کارونې په دلیل څارنوالی ته معرفی شوی او ۹ پوروړی مشترکین د حسابونو تصفیې ته د نه حاضرېدو له امله په کابل، هرات او کندهار ولایتونو کې د دولت د قضیو ریاست ته معرفی شوی.  ویل کېږی چې د هېواد ټولو سیمو ته د برېښنا انرژۍ پراختیا، د برېښنا انرژۍ تولید او انتقال او مشترکینو ته د یې د وېش، د دستګاوو، لینونو او د انتقال د سیستمونو جوړونه، ساتنه او څارنه او د برېښنا انرژۍ د فعالیت، ساتنې او څارنې او تمویل لپاره د برېښنا د انرژۍ وېش؛ د افغانستان د برېښنا شرکت اساسی اهداف دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید