روزنامه هیواد

د برېښنایی خدمتونو وړاندې کولو لپاره د افغان پست نوې هڅه

د افغان پست ادارې د لومړی ځل لپاره په آنلاین بڼې د بېلابېلو اسنادو په برخې کې د خدمتونو وړاندې کلولو سیستم پرانیسته.د دغه سیستم د جوړ شوی اپلیکیشن له لارې اکاډمیک اسناد، پېژند پاڼې، وثیقې او د نورو اسنادو خدمتونه آنلاین بڼې ته اړوی او د چارواکو پر وینا اداری بیروکراسی رالنډوی.د افغان پست ادارې مشر وحید ویس پرون خبریالانو ته وویل: اوس مهال د دغه سیستم په واسطه یوازې د بهرنیو چارو وزات ته اړوند د اسنادو چارې پر مخ ځی او په راتلونکی کې به نورو ادارو ته وغځول شی.ده زیاته کړه ،چې خلک کولی شی د وثیقو، اکاډمیک سندونو او برېښنایی پېژند پاڼو د اخیستلو لپاره یاد سیستم وکاروی.د افغان پست مشر وایی : دې ادارې تر دې مه ۱۵۰ دوله عامه خدمتونه په ډاګه کړی او په دغه سیستم کې ورته ځای ورکړل شوی دی.له بلې خوا د افغان پست ادارې مرستیال عبدالهادی ذهین هم وویل : که یاده اداره وغواړی دغه سیستم د نورو دولتی ادارو سره ونښلوی ستونزه په کې نه را منځته کېږی.د افغان پسټ نوی برېښنایی سیستم کارولو لپاره ځانګړې اپلیکیشن جوړ شو ،چې په ځیرکو تلېفونونو، تبلیټ او کمپیوټرونو کې کارول کېږی.له دې مخکې افغان ولسمشر محمد اشرف غنی نوی هجری لمریز کال د خپل هېواد د سیستمونو دیجیتل کولو کال بللی دی.ارګ ویلی ،چې افغانستان د ژنیو غونډې وروسته دیجیتل کول په لومړیتوبونو کې شامل کړی او ولسمشر اړوندو ادارو ته د دغه کړنې لپاره د مېکانیزمونو د جوړولو حکم کړی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید