روزنامه هیواد

د بدخشان ګڼو کورنیو خپل ماشومان درنو کارونو ته مجبور کړی

د بدخشان چارواکی وایی: ګڼو کورنیو خپل ماشومان د ګټې وټې لپاره درنو کارونو ته مجبور کړی دی.د بدخشان د کار او ټولنیزو چارو رییس شفیق الله ایوبی که څه هم د دغو ماشومانو شمېر مشخص نه کړ، خو ویې ویل: داسې کورنۍ رامعلومې دی ، چې په خپله په کورونو کې ناست دی، خو خپل ماشومان یې د خښتو په بټیو، هوټلونو او موټرمینځلو ځایونو کې درنو کارونو ته ګمارلی دی، د دې لپاره چې موږ د ماشومانو د درنو کارونو مخنیوى وکړو، د خښتو د بټیو څارنه مو کړې ده.په بدخشان کې د بشری حقونو خپلواک کمېسیون مشره عارفه نوید وایی، په دې ولایت کې شااوخوا ٢٠٠زره ماشومان په درنو کارونو بوخت دی.د افغانستان په نورو برخو کې هم په ماشومانو د درنو کارونو موارد زیات دی.ډېرى کورنۍ وایی، د بېوزلۍ له کبله مجبور شوی چې په خپلو ماشومانو درانه کارونه وکړی.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید