روزنامه هیواد

د بخښنې نړیوال سازمان: افغان مېرمنې باید د خپل هېواد په راتلونکی کې رول ولوبوی

د بخښنې نړیواله موسسه یا امنسټی انټرنشنل وایی: افغان ښځې باید د خپل هېواد په راتلونکی کې رول ولوبوی.د بخښنې نړیوالې موسسې دا خبره د مارچ د اتمې – د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپور کړی بیان یې کې کړې.د دې موسسې د جنوبی آسیا کمپاینرې سمیرا حمیدی په تېرو ۱۷ کلونو کې په افغانستان کې د ښځو پرمختګونو ته په اشارې ویلی:

​(( دا په سخته ترلاسه شوې بریاوې باید په هېڅ قیمت له لاسه ونه وځی. ښځې په افغانستان کې د سولې غوښتنې د جبهې په سر کې دی، خو که د سولې په پروسه کې ښځې حذف شی او یا د دوی پر حقونو معامله وشی هغه پروسه ارزښت نه‌ لری. د افغان مېرمنو پرحقوقو څوک سترګې نه ‌شی پټولی او نه هغوی پټه خوله پاتې کېدای شی.))د بخښنې نړیواله موسسه وایی: د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ښځې په کور کښېنول شوې وې، بشری حقونه ترې اخیستل شوی وو، خو اوس افغان ښځې ځانګړی وزارت لری ،چې په ټولو ولایتونو کې ریاستونه لری.دې موسسې په ۲۰۰۹ میلادی کال د ښځو د حقونو د دفاع کوونکو د هلوځلو په نتیجه کې په افغانستان کې د ښځو خلاف د تشدد د پای ته رسېدو د قانون د تصویب یادونه هم کړې، خو په عین حال کې یې د افغان ښځو ستونزو او چلنجونو
ته اشاره کړې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید