روزنامه هیواد

د باستانی آثارو د را اېستلو د پړاو په بشپړېدو سره به عینکو د مسو پرکان کار پیل شی

پوښتنه: دلوګر دعینکودمسوکان چارې څومره پرمخ تللی دی؟

ځواب: دلوګر دعینکودمسو کان تړون ، چې څوکلونه وړاندې له چینی MCC کمپنۍ سره لاسلیک شو، ددغه تړون له مخې به په مسو عینکو د مسو په کان کار پیل شو، خو د باستانی آثارو دشتون له امله کار ست شوى دى. دعینکودمسوکان ډېره مهمه لرغونې او باستانی سیمه ده، چې له څو کلونو راهیسې په یاده سیمه کې کیندنې روانې دی. په دغه سیمه کې لرغون پیژندونکی او داطلاعاتو او فرهنګ وزارت ټیمونه هم کار کوی. چینی کمپنۍ پرکار لګیا ده، خو ددې لپاره ، چې لرغونو او باستانی سیموته تاوان پېښ نه شی، نو ویلى شم، چې دغه کمپنۍ دراسپړلو پړاوته نه ده رسېدلې. اوس بېلا بېل دلرغون پېژندنې او دکیندنې ټیمونه داطلاعاتو او فرهنګ وزارت ترمشرۍ لاندې دکیندنې چارې پرمخ وړی، دغوکیندنو پایله هم ورکړې، چې هغه دباستانی آثارو راوتل دی. زه بیاهم تکراروم، چې دلرغون پېژندنې او کیندنو له امله دعینکو د مسوکان دراسپړلو چارې درېدلی دی. سر بېره پردې امنیتی ګواښونو هم دغه بهیرټکنى کړى او همداسې دچین MCC کمپنۍ هم یو لړ غوښتنې لری او په هغو مواردو کې، چې له افغان دولت سره یې تړون لاسلیک کړى ، دولت هم له چینی کمپنۍ سره دتړون پرمهال پریکړه کړې، خو هغه تعهدات تر اوسه پورې نه دی عملی شوی، په تړون کې دچینی کمپنۍ غوښتنې باید پلی کړاى شی.

ده زیاته کړه: د باستانی آثارو د راایستلو پړاو په بشپړېدو سره به دعینکودمسوکان کار پیل شی. دعینکو د مسو کان دکیندنې چارې دیادو شویو لاملونو له امله له ستونزو سره مخ شوې ، کله چې دغه لرغونې سیمه په بشپړه توګه تثبیت شی، چې څومره پراخه او کومې سیمې په کې شاملې دی، آیا هغه سیمې ، چې مس لرونکی دی او هغه، چې نه دی، کان ترکومه ځایه رسېږی او همدارنګه دمسو لرغونې سیمه او کان څومره سره نښتی دی؟ددغو چاروپه بشپړېدو سره به دکان کیندنې کار عملاًپیل شی.

پوښتنه: د عینکو د مسوکان په چاپېریال کې ودانیزې چارې څڼګه پرمخ تللى دی؟

ځواب: کله، چې دعینکو دمسو په سیمه کې لرغونی او باستانی آثار کشف شول، داکار ددې لامل شو، چې دکان کیندنې چارې یو څه وځنډېږی، نوهماغه وو چې په کار کې ځنډ منځ ته راغى او چینی کمپنۍ ، چې کومې ژمنتیاوې او وعدې له  حکومت سره دودانیو دجوړولو په برخه کې درلودې لکه ښوونځی ، داورګاډی پټلۍ او روغتون جوړول دا چارې عملی نه شوې. زه ډاډمن یم، که چېرې دلرغونو آثارو پړاو بشپړ شی او دا ثابته شی، چې دکان برخه دلرغونو آثارو تراغیزې لاندې نه ده او همدارنګه لرغونې آثار دکار خنډ نه کېږی، کار پیل کېداى شی. همدارنګه ارزونې او سپړنې، چې بشپړې شی، زه ډاډمن یم، چې دعینکو د مسو دکان د استخراج دپلی کولو پړاو به هم پیل شی.دعینکو د مسوکان له تړون څخه ډېره موده تېره شوې ده، باید کار له وړاندې پیل شوى واى. دچینی کمپنۍ ځینې ژمنتیاوې او وعدې نه دی پلې شوې. کله  چې په کان کې کار پیل کېده، یادې کمپنۍ نوې غوښتنې درلودې.

ښاغلی سمندر زیاته کړه: دلوګر د مسو کان یو څه ترسیاسی اغېزې لاندې هم راغلى اوپه دې تړاو دمغرضوهېوادونو فشارونه هم شتون لری.

هېواد – نوری

ممکن است شما دوست داشته باشید