روزنامه هیواد

د باریکآب صنعتی پارک په بشپړېدو سره د پروان خلکو ته ډېرې آسانتیاوې برابرېږی

 

 

 

 پوښتنه: د پروان ولایت دباریکاب د صنعتی پارک اقتصادی ارزښت څنګه ارزوئ؟

 ځواب: د باریکاب د صنعتی پارک په بشپړېدو سره د پروان ولایت خلکو ته آسانتیاوې برابرېږی افغانستان له اقتصادی پلوه تر اوسه په خپلو پښو نه دى درېدلى او د نړیوال اقتصاد تر اغېزې لاندې دى، که چېرې موږ د خپل هېواد تادیاتو ته پاملرنه وکړو، له ۷ میلیاردو ډالرو ډېر واردات لرو او کابو ۷۰۰ میلیونه ډالره صادرات لرو.د بېلاس نابرابرۍ اونه تعادل ته که وګورو ، موږ د صنعتی بنسټونو او زېربناوو له نه شتون سره مخ یو، نو په هره اندازه چې د صنعتی پارکونو د جوړولو کار د دولت یا دخصوصی سکتور له خوا پیل کېږی، دا د پرځان بسیاینې او خود کفایۍ پر لور یو مثبت ګام دى، چې له بهرڅخه د وارداتو کچه را ټیټولى شی. کله چې د خپل هېواد وارداتو ته وګورو له بهرنیو هېوادونو سره زموږ تړلتوب او وابستگی څرګندوی . د تېرو کلونو جګړو په اوږدو کې د افغانستان صنعتی بنسټونه له منځه تللی دی، نو د پروان دباریکابد صنعتی پارک او نورو ورته پارکونو پرانیستل هېواد د پرځان بسیاینې او صنعتی کېدو خوا ته بیولى شی او دغه راز د کرنې وران ویجاړ حالت بېرته را ژوندۍ کېداى شی. زموږ د هېواد خدمات هم د مسلکی او علمی کدرونو د نه شتون له امله له منځه تللی اویا کمزوری شوی دی.همدا اوس زموږ د خدماتو په برخه کې بهرنیان دنده پرمخ بیایی، خو کله چې موږ د خپل هېواد صنایع فعالوو، دغه بهیر د وګړو د پرکار ګمارنې لامل کېږی، عاید لاس ته راځی ، د پر ځان بسیاینې پړاوته رسېږو او د صادراتو او وارداتو انډول به تعدیل کړاى شو. دغه پالیسی هغه مهال د تطبیق وړ ده چې خپل صنعت فعال کړو.

 موږ هیله لرو، چې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم صنعتی پارکونه پرانیستل شی، په دغو ولایتونو کې له یوې خوا د هېوادوالو لپاره   د پرکارګمارنې داسې فرصتونه منځ ته راځی، چې د کورنیو مارکیټونو غوښتنو ته ځواب ورکوونکی وی اوله بهره د وارداتو مخنیوى هم وکولاى شی.

 پوښتنه: جمهور رییس غنی دباریکاب د صنعتی پارک ترڅنګ د نجراب_ جبل السراج سړک هم پرانیست، ددغه سړک پرانیستل د خلکو لپاره څومره آسانتیاوې رامنځ ته کولاى شی؟

ځواب: د ترانسپورټی لارو جوړول او پرانیستل د یوه هېواد د اقتصاد په غوړېدو کې مهم رول لری. کله چې په کوم ولایت کې سړک جوړېږی څو گټې لری، یوه ګټه یې داده ، چې د توکو او مالونو په لېږ د او رالېږ دکې چټکتیا منځ ته راځی او د وخت له ضایع کېدو مخنیوی کېږی او د ترانسپورټی وسیلو له زړېدو څخه هم مخنیوى کېداى شی. سربېره پردې هغه خطرونه، چې د لارې په اوږدوکې شتون لری هغه هم له منځه ځی او زموږ امنیتی ځواکونه ژر د سړک او دخلکو د تګ او راتګ امنیت خوندی کولاى شی اوکوم کرنیز او صنعتی محصولات او تولیدات چې لاس ته راځی په آسانۍ سره بازارونو ته دپلور لپاره وړاندې کېداى شی.

دولت د سړک په جوړېدو او ترې په ګټې اخیستنې او د لارې په اوږدوکې د حق العبور په جوړولو سره له موټرچلوونکو څخه ښه عواید ترلاسه اوخپله بودجه غښتلې کولاى شی.

 نو د سړک په جوړولو سره اقتصادی پرمختګ راځی او خلکو ته ډېرې آسانتیاوې  منځ ته راتلاى شی.

 پوښتنه: په صنعتی  پارکونو او  د سړکونو په جوړولو کې پانګونه، څومره زموږ د خلکو او دولت اقتصاد غښتلى کولاى شی؟

 ځواب: د یوه هېواد د اقتصاد بنسټ کرنه، صنعت او سوداګری جوړوی. ټول هغه هېوادونه چې اقتصادی پرمختګ او پرمختیا ته رسېدلی دی، په تېره بیا د صنعت اوسوداګرۍ د ودې له لارې دا کارشونى دى. هر هېواد چې د صنعت په ډګر کې خپلو صنایعو ته وده ورکړی، هغه هېواد هرومرو پرمختیایی تاسیسات لری. د افغانستان صنعتی تاسیسات لږ دی، دغه تاسیسات، چې د جګړې د کلونو په اوږدوکې له منځه تللی دی، باید بېرته جوړ کړاى شی.هرکله چې د یوه هېواد دصنعت د رغولو لپاره ګام پورته کېږی په حقیقت کې یو بند شریان خلاصېږی په هره اندازه چې له بهر څخه د وارداتو مخه بنده اوله کورنیو تولیداتو ګټه پورته شی، په همغې اندازه د پرځان بسیاینې اواقتصادی پرمختګ پرلور یون پیلېږی . په دغه کار سره زموږ د هېواد اړتیاوې د کورنیو تولیداتو په کارولو سره پوره کېداى شی او ورسره د وزګارو هېوادوالو د استخدام زمینه هم برابرېږی اوله ټولو مهمه دا چې د پرځان بسیاینې پړاو ته رسېږو، یوازنى سکتور چې کولاى شی زموږ ټولنه د پرمختګ اواقتصادی پرمختیا لورته ورسوی، د صنعت سکتور دى.

                   محبوب_ هېواد

ممکن است شما دوست داشته باشید