روزنامه هیواد

د بارانونو له امله ۱۰۳ ولسوالۍ د طبیعی پېښو تر ګواښ لاندې دی

له طبیعی پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت وایی: د وروستیو بارانونو له کبله د هېواد ۱۰۳ ولسوالۍ او ۳۱۳ کلی د طبیعی پېښو له شدید ګواښ سره مخ دی.

له طبیعی پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزیر نجیب آقا فهیم پرون د وزیرانو شورا په غونډه کې ویلی،  ګڼې لویې او مواصلاتی لارې هم د درنو سېلابونو تر ګواښ لاندې دی.

د ښاغلی فهیم په وینا: ټولو سېلاب ځپلیو او طبیعی پېښو ځپلیو سیمو کې د اوښتیو زیانونو کچه ۳۰ مېلیونه ډالر اټکل شوې، خو وزارت یې دا مهال یوازې ۲۶ مېلیونه ډالر لری: (( وروستیو بارانونو هېوادوالو او بزګرو ته درانه مالی تاوانونه اړولی ، موږ ته د لا زیاتو پیسو اړتیا ده ،چې خلکوته مرستې ورسوو.))

دا په داسې حال کې ده چې د اوبو او انرژۍ وزارت وایی: سږ کال ژمى له خپله وخته میاشت راوړاندې شوى او د اقلیمی بدلون له کبله په هېواد کې ځینو سیمو کې ۷۵ سانتی متره واوره شوې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید