روزنامه هیواد

د بادغیس جګړه چې پردی اولادونه په کې د پاکستان لپاره قربانی ورکوی

دا له تېرو کلونو راهىسې ثابته شوې چې طالبان هېڅ ولسوالۍ او ښار له دوو ىا درېـو ورځو زىات نه شی ساتلى، تاسو به لىدلی وی، د کندوز، غزنی او فراه ښارونو باندې د برىدونو تر څنګ په ځىنو ولسوالىو باندې د طالبانو برىدونو ىواځې له مرګ ژوبلې پرته بل هېڅ نه دی درلودلی.

طالبان په دې پوهېږی چې اوس هغه د پخوا وخت نه دى چې دوى به منډې وهلې او سىمې به ىې فتحه کولې، اوس افغانان پیاوړی امنىتی او دفاعی بنسټونه لری چې طالب نه شی کولاى پرمختګ وکړی او که پرمختګ وکړی او ىوه سىمه ونىسی له دوو درېو ورځو زىات ىې نه شی ساتلى.

دا کومه پټه خبره نه ده، افغانان د دې شاهدان دی ، طالبانو چې هره ولسوالی او ىا ښار نىولى، دتازه دمو ځواکونو په رسېدو سره هغه سىمه او ښار د طالبانو لپاره هدیره ګرځېدلې او دا لړۍ دوام لری.

طالبان په دې ډول برىدونو سره غواړی خپلو بادارانو ته ښکاره کړی چې دوى دومره زور او دومره کسان لری چې د دوى د ګټو لپاره قربانی ورکوی او باىد مرستې ورته ورسېږی.

له طالبانو سره چې هېوادونه مرسته کوی، دا مرسته مفته نه ده، هغوى خپل فرماىشونه لری چې باىد طالبان ىې پوره کړی، د ګاونډىو او سىمې د هېوادونو مرستې له طالبانو سره همدا دی چې افغانستان پرمختګ ته پرې نږدی او باىد جګړه دوام پیدا کړی.تازه مود بادغىس په بالامرغاب او ابکمری ولسوالىو کې ولىدل چې طالبانو له څو ولسوالىو جګړه مار راټول کړی وو او ډله ىىز ځانمرګی برىدونه ىې وکړل، ځىنې سىمې یې د سر په بىه ونىولې، خو کله چې افغان تازه دمی ځواکونه ور ورسېدل، د طالبانو په جسدونو باندې هره سىمه ډکه شوه.

طالبان چې بشری قوه ىې د اسلام تر نامه لاندې جذب کړې، په ډېر مکر یې د افغان ځواکونو او افغانانو پرضد جنګوى، د طالب جنګیالیو په دې سر نه خلاصېږی چې دا جګړه د څه لپاره او د چا د ګټو لپاره ده چې افغانان ىې قربانی ورکوی.د طالبانو مشران په قطر او کورنۍ، ىې په ترکىه اسلام اباد او اىران کې دی چې هوسا ژوند لری، خو پردی اولادونه د اسلام په نامه د جګړې لپاره جذبوی، روزی او د افغانانو په مقابل کې یې قربانی کوی.

په دې کې شک نشته چې د طالبانو ټوله جګړه د اسلام خلاف د نېشه یی توکو، وسلو او قاچاق جګړه ده، خو دا چې د دې جګړې بشری قوه بې سواده ده، طالب مشرانو په فرېبانه تبلىغاتو تېر اىستلی او تر ننه ىې دا لړۍ جاری ساتلې ده.

د طالبانو مشران د دې لپاره چې سولې درىځ ته له قوی آدرس څخه راشی، په خپلو وسله والو ځانمرګی برىدونه کوی چې پرمختګ وکړی خو افغان ځواکونه ىې ډېر سرکوب کوی او د څو مىاشتو پلان ورته په دوو ورځو کې له منځه وړی.د بادغىس په بالامرغاب او ابکمری ولسوالیو کې طالبان  څه لاس ته راوړنه لری، پرته له دې چې پردی اولادونه ىې جګړې ته مرش کړل او هلته ىې پر افغان ځواکونو ووژل، طالب مشران بېرته خپلو سىمو ته ستانه شول او جنګىالی یې له ىوې مخې پر افغان کمانډو ځواکونو سټ کړل.

دواړه ولسوالۍ اوس په عادی حالت کې دی او افغان ځواکونو چاڼىز عملىات پیل کړی او مخ پروړاندې روان دی.

سىد عبدالله پاچا

ممکن است شما دوست داشته باشید