روزنامه هیواد

د باختراطلاعاتی آژانس انځوریز نندارتون په چهلستون بڼ کې پرانیستل شو

د اتم مخ دویم خبر د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهیر پرون د باخترآژانس ځانګړى انځوریز نندارتون چې د١۴٠٠ کال د جشن په مناسبت جوړ شوى دى په چهلستون بڼ کې پرانست.د باخترآژانس خبریال د خبرله مخې: د دغه نندارتون د پرانیستلو په مراسمو کې په داسې حال کې ،چې د اطللاعاتو او فرهنګ وزارت معیینان ، سلاکاران ، رییسان، د صنعت او سودا ګرۍ وزارت او د کابل ښاروالۍ  او د یوشمېر نورو بنسټونو مسوولین او استازی حاضر وو، د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست  د باخترآژانس له رهبرۍ او کارکوونکو څخه د دغه نندارتون د جوړولو په خاطر قدردانی وکړه.محمدطاهر زهیر په خپلو خبرو کې  هیله وکړه ، چې ١۴٠٠ کال  د رسنیو د زیات پرمختک او ودې، د سراسری سولې او امنیت د تامینولو او په هېواد کې د پرمختګ او سوکالۍ کال وی.د باختر اطلاعاتی اژانس د عکس په نندارتون کې د نوروز جشن ، طبیعی منظرو، تاریخی ابداتو او د هېواد  د لرغونو او تاریخی ساحو څه د پاسه ۶٠ عکسونه نندارې ته و ړاندې شوی دی.د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست دغه راز د انځورګرۍ ، خطاطۍ ، رسامۍ  او میناتورۍ  نندارتون ،چې د ملی هنرستان ریاست  جوړ کړى او د لاسی صنایعو نندارتون هم په چهلستون بڼ کې پرانیست.په همدې ترتیب د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د المپیک ملی کمېټې د بېلابېلو ورزشی څانګو د ورزشکارانو ورزشی نندارې او د سرکس نمایشات چې د ١۴٠٠ کال د نوروز جشن په مناسبت اجرا شول، هم وکتل.

ممکن است شما دوست داشته باشید