روزنامه هیواد

د ایران له لوری د خبرو لپاره د غونډې د وړاندیز پر ردولو د امریکا خواشینی

واشنګټن د تهران پر هغه اقدام خواشینی څرګنده کړه، چې وړمه ورځ ‌یې د امریکا له متحدو ایالتونو او له اروپایی قدرتونو سره د ۲۰۱۵ م کال د تړون د احیا پر سر د خبرو لپاره د غیر رسمی غونډې وړاندیز رد کړ.تهران ټینګار وکړ ،چې واشنګټن دې لومړی ټول یو اړخیز بندیزونه لرې کړی.د سپینی ماڼۍ ویاندې جن ساکی وویل: که څه هم د ایران دغه ځواب موږ خواشینی کړی یو، خو دې ته چمتو یو چې د دغه تړون د عملی کېدو لپاره په بامفهومه دیپلوماسۍ کې بېرته ښکېل شو.جن ساکی وویل: واشنګټن به د دغه تړون له نورو لاسلېکوونکو، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له څلورو دایمی غړو چین، فرانسې، روسیې او برېتانیا او له جرمنی سره سلا مشورو ته دوام ورکړی.د ایرانی رسنیو د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب‌زاده ویل: هغو وروستیو اقداماتو او ویناوو ته په پام چې امریکا او درېیو اروپایی قدرتونو کړی، ایران داسې نه‌انګېری، چې اوس دې له دغو هېوادونو سره د غیر رسمی غونډې لپاره، چې د اروپایی ټولنې د بهرنی سیاست مشر یې وړاندیز کړی، مناسب وخت وی.

ممکن است شما دوست داشته باشید