روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د ایران او امریکا د چارواکو د کتنې پلان نه شته

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایی: د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون د امریکا او ایران د دواړو هېوادونو د چارواکو د کتنې هېڅ راز پلان نه شته.جواد ظریف پرون د تسنیم خبری اژانس د پوښتنې په ځواب کې چې آیا د ملګرو ملتونو د عمومی اسمبلۍ په حاشیه کې د داسې یوې غونډې احتمال شته او کنه، وویل چې داسې یو پلان نه شته.د ایران ولسمشر حسن روحانی د واشنګټن له خوا د جولای په شپږمه پر دې هېواد د بندیزونو له اعلانه مخکې د خبرو لپاره د ولسمشر ټرمپ غوښتنه رد کړې وه.

ممکن است شما دوست داشته باشید