روزنامه هیواد

د ایرانی ځواکونو له خوا د افغان مسافرو قتل، نه بښونکی جنایت دی!

افغان حکومت د ایرانی پوله ساتیو ځواکونو له خواد په ډېره بې رحمۍ او وحشیانه توګه د افغان مسافرو قتلول نه یوازې په کلکه غندی، بلکې د دې پېښې ژوره پلټنه هم کوی. د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په ایران کې د دې تازه پېښې په لړ کې د افغانانو پر وژل کېدو تند غبرګون وښود. دا (( وحشیانه او غیر انسانی عمل د نه‌بښنې وړ جنایت )) دی. له ډېره بده مرغه ،چې د تېرې شنبې په ورځ د ایران او افغانستان پولې ته نږدې ایرانی پوله‌ساتو ځواکونو لسګونه افغان کډوال د ټوپک په زور اوبو ته اچولی چې له دې ډلې ۲۳ مسافر شهیدان شوی دی. د افغانستان په لوېدیځ کې د قربانیانو کورنیو او د پېښې عینی شاهدانو رسنیو ته ویلی، شهیدان شوی د ډېرې مجبورۍ له کبله ایران ته په کار پسې روان وو.  دا سمه ده، چې دغه افغان مسافر ایران ته په ناقانونه توګه اوښتی، خو هغوی کار ګر دی او د معمول په څېر ایران ته اوړی او هلته د یوې مړۍ ډوډۍ ګټلو لپاره خورا سخت کارونه کوی، که ایران دا کړنه غیر قانونی بولی، نو باید نیولی یې وای او بېرته یې افغان حکومت ته سپارلی وای، خو د وژنې او قتلولو هېڅ واک او اختیار یې نه لری، بلکې دا وحشیانه عمل دی! دغو افغا کارګو نه یوازې چې ایران اباد او پر، پرمختللی هېواد بدل کړ، بلکې ځانونه یې هم د مرګ تر کومې پرې ورسول، څوک ایران ته په اوښتو وژل کېږی، څوک نیول کېږی او د زندان تورو تمبو ته اچول کېږی او څوک بیا د سخت کار له لاسه پر مخدرو موادو روږدی کېږی، چې بدن یې بې حېسه او داسې نېشه شی، چې د ایران دروند کار وزغملی شی، خو کله چې بېرته راستانه شی، نو نیم انسان څه چې د افغان ټولنې او د خپلو کورنیو د اوږو بار شوی وی!؟  د شنبې په ورځ له بده مرغه بیا هم ایرانی ځواکونو په ډېره بې شرمۍ او په دې پاکه مبارکه روژه کې دغه افغان مسافر په وحشیانه توګه پر شهادت رسولی دی. افغان حکومت د دغې پېښې جدی پلټنې پیل کړې دی او د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون هم په نړیوالو سازمانونو غږ کړی چې دغه ټکان ورکوونکې پېښه په جدی ډول د ایران په خاوره کې وڅېړی. دا یوازې د شنبې پېښه نه ده، بلکې داسې ډېرې زړه بوګنوونکې پېښې رامنځته شوې دی، خو اوس ارتباطی وسایل شته، چې د داسې پېښو رپوټ او خبرو ورکول کېږی، ایرانی ځواکونه وخت ناوخته پر قاچاقی لارو ور اوښتو افغان کارګرو باندې ډزې کوی چې ډېری مهال د ټول وژنې پېښې رامنځته کېږی! د افغانستان بهرنیو چارو وزارت دغه خواشینوونکې پېښه په جدی ډول څېړی او ایران په یوه رسمی لیک کې ډاډ ورکړی چې په دغه هېواد کې له افغان کډوالو سره زورزیاتی به څېړی. د بهرنیو چارو وزارت پرون په خبرپاڼه کې وویل، ایران دوی ته په مکتوب کې لیکلی چې د دواړو هېوادونو یو ګډ پلاوی به د پېښې ځای کې پلټنه پیل کړی. بهرنیو چارو وزارت له دې وړاندې له ایرانه د ورته کار غوښتنه کړې وه. خو لومړی ایران دا وحشیانه عمل نه مانه او اوږه یې ترې خالی کوله؟ د ایران د بهرنی چارو وزارت ویاند په خبری غونډه کې د ایرانی ځواکونو لخوا د افغانانو د وژنې د لاس په لاس شوې وېډیو په اړه ویلی، ځینې لوری هڅه کوی د کابل او تهران اړیکې ترینګلې کړی. عباس موسوی وایی، دوی له افغان لوری سره په دې رابطه پرلپسې تماس کې دی او په وینا یې چې د ۲۳ افغان کارګرو د قتل عام پېښه د ایران په خاوره کې صحت نه لری. ښاغلی عباس موسوی ویلی، باید پام وشی چې ځینې غواړی د دوه ګاونډیانو اړیکې ترینګلې کړی: (( ایران د افغانستان د ملی سولې لپاره هلې ځلې کوی او دا ډول تورونه د سولې هڅې حاشیې ته کوی، موږ پلټنه کوو، چې د پېښې تیاره کونجونه روښانه شی.))خو ایران اوس د پېښې د ګډې پلټنې لپاره پلاوی ټاکی، پلاوی به له افغان پلاوی سره په ګډه دا پېښه څېړی! دا پېښه مشکوکه نه ده، بلکې روښانه د ایرانی ځواکونو له خوا ستر بشری جنایت دی، چې باید له ایرانه یې خون واخیستل شی او ایران هم باید په دې برخه کې له پړۍ اوږه خالی نه کړی!

 

ممکن است شما دوست داشته باشید