روزنامه هیواد

د ایرانی تومانو د نرخ په رالوېدو ګڼ شمېر افغان کارګرو ایران پرېښوود

یو شمېر افغان کارګر د ایرانی تومانو د نرخ د ټېټېدو له امله د ایران پرېښودو ته اړ شوی دی.دغه افغان کارګر وایی: د ایرانی تومانو د نرخ د ټیټېډو له امله دوی نه‎شوای کولای چې هلته په خپل عاید کورنۍ وساتی. د کابل ـ هرات د لارې یو شمېر موټر چلونکی وایی: هره ورځ نږدې ۳۰۰ افغانان له ایرانه بېرته هېواد ته راستنېږی.نور محمد چې له تېرو ۱۰ کلونو راهیسې یې په ایران کې کار کاوه، تازه بېرته هېواد ته راستون شوی دى، نوموړى چې د خپلې اته کسېزې کورنۍ د ګټې وټې سړى دى وایی: پخوا یې هره میاشت څه باندې دوه میلیونه تومانه عاید درلود، خو اوس چې د ډالرو او افغانۍ په بدل کې د تومانو بیه را لوېدلې، نو اړ شو چې له ایرانه بېرته خپل هېواد افغانستان ته راستون شی.نور محمد چې په کابل کې ژوند کوی اوس وزګار دی آزادۍ راډیو ته وویل:(( تومان خپل ارزښت له لاسه ورکړى او زموږ ورځنى لګښت نه پوره کوی، هلته هم هر څه قیمته شوی، هغه پیسې مې چې هلته ګټلې او کورنۍ ته مې لېږلې، څه پرې نه کېدل، یو میلیون تومان، اووه زره افغانۍ کېږی نو دا به زموږ کوم درد دوا کړی.))هغه موټر چلوونکی چې د پایتخت کابل او د هېواد د لوېدیځ ترمنځ تګ او راتګ لری وایی ،چې هره ورځ نږدې ۳۰۰ افغانان له ایرانه خپل هېواد ته راستنېږی.د دغو موټر چلوونکو له ډلې عصمت‎الله وایی: یو شمېر بېرته هېواد راستنېدونکی رد مرز شوی کسان دی او یو شمېر نور یې بیا د ایرانی تومانو د نرخ درا ټېټدو له امله بېرته هېواد ته راستنېږی.صدیق‎الله یو بل افغان کارګر دی ،چې تازه له ایرانه هېواد ته راستون شوی دی.نوموړى وایی: که څه هم په افغانستان کې د کار پیدا کول ستونزمن دی، خو بیا هم که ورته د ورځې ۳۰۰ افغانۍ مزدوری پیدا شی له ایرانه دلته ورته کار کول غوره دی.صدیق‎الله زیاتوی: (( په ایران کې دومره کار نه کېږی چې لګښت پرې پوره شی، د ایران په نسبت اوس افغانستان ښه دی، هره ورځ که ۳۰۰ افغانۍ کار وشی، نو تر هغه ځایه ښه ده، پخوا تومان ۱۸ او یا هم ۲۰ افغانۍ و، خو اوس ډېر را لوېدلى، هلته کار کول ګټه نه‎لری.))د یو شمېر راپورونو له مخې، اوسمهال په ایران کې نږدې دوه میلیونه افغانان ژوند کوی ، چې زیاتره یې هلته په کاروبار بوخت دی.په‎دې وروستیو کې د واشنګټن د سیاسی فشارونو او بندیزونو له امله د دغه هېواد د پولی واحد تومانو نرخ په کافی اندازه لویدلى دى.له دې وړاندې د کابل په بازارونو کې زر ایرانی تومانه په اتلس زره افغانیو تبادله کېدل، خو په‎دې وروستیو کې دغه نرخ اووه اعشاریه اتیاو ته راښکته شوی دی.په ورته وخت کې د اقتصادی چارو یو شمېر افغان کارپوهان وایی: د امریکا له‎خوا په ایران د بندیزونو او د دغه هېواد د متحدینو له‎خوا د ایران سره د اړیکو پرې کول، د دې لامل شوې چې ایران پولی واحد خپل ارزښت له لاسه ورکړی.د دغو کارپوهانو له ډلې سید قیاس سیدی په‎دې اړه وایی: (( د ایرانی تومانو د بې ارزښته کېدو یو لامل دا دی، هغه عربی هېوادونه چې د امریکا متحدین دی له ایران سره یې خپله راکړه ورکړه بنده کړې، افغان مهاجرین هم له دې امله له ایران بېرته هېواد ته راځی چې ایرانی تومانو خپل ارزښت له لاسه ورکړى او دوی بله چاره نه‎لری، نو اړ دی چې بېرته هېواد ته راشی.))د ښاغلی سیدی په باور د امریکا له‎خوا په ایران د بندیزونو زیاتوالى به د ایران پولی واحد له دې هم کم ارزښته او هغه هېواد به له سختو اقتصادی ستونزو سره مخ کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید