روزنامه هیواد

د اوکراین په ختیځ کې د ټاکنو غوښتنه

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلنسکی ویلی،چې د خپل هېواد په جګړه ځپلی ختیځ کې د سیمه ییزو ټاکنو غوښتنه کوی.

زېلنسکی وړمه ورځ د جرمنی په مونیخ ښار کې نړیوالې امنیتی غونډې ته وویل ،چې د اوکراین په ختیځ کې جګړه د اروپا جګړه ده.ده وویل، چې د روان میلادی کال په منی کې د خپل هېواد په ختیځو سیمو لوهانسک او دونېڅک کې سیمه ییزې ټاکنې غواړی.

ده زیاته کړه: (( موږ د دې سیمو له ملکی خلکو سره خبرې غواړو، نه هغه کسان چې نړیوال قوانین یې په رسمیت نه پېژنی هغه کسان چې د اوکراینی ټولنې استازیتوب نه شی کولای.))

ممکن است شما دوست داشته باشید