روزنامه هیواد

د اولاد په روزنه او پالنه کې د مور مسوولیتونه

مور د لوی خدای ج هغه ورکړه ده، چې د خپل اولاد د روزنې او پالنې لپاره هرې سرښندنې ته چمتو ده. تر دې چې خپله وینه هم ترې نه سپموی. ټوله ورځ او شپه یې په زړه کې د خپلو اولادونو اندېښنې وی. په رحم کې یې د اولاد له جوړښت څخه بیا تر مرګه پورې مور خپل اولاد ته هر هغه څه وړاندې کوی چې د اولاد ښېګڼه او نیکمرغی یې په کې وی. مور د اولاد د روزنې او پالنې لپاره ډېرې شپې سبا او د اولاد لپاره هر هغه څه کوی چې د نړۍ پر مخ یې بل څوک نه شی کولای.مور هغه څوک ده، چې د اولاد په درد دردېږی، د اولاد په غم داسې دردمنه کېږی، چې بالاخره د دې غم له وجې د مرګ پر پوله سفر کوی. مور ته د اسلام د مقدس دین له خوا هم د پلار په پرتله درې ځله لوړه رتبه ورکړل شوې، ځکه د اسلام مبارک دین هم مور ته له پلاره دری چنده لوړه رتبه ورکړې ده. یو صحابی د نبی (ص) مبارک حضور ته راغی او ورنه ویې غوښتل، چې اې د خدای (ج) نبی! غواړم جهاد ته لاړم شم. نبی ص ورته وویل چې ایا مور دې ژوندۍ ده؟

هغه ځواب ور کړ: بلې، نو ورته ویې ویل، د مور خدمت دې وکړه ځکه جنت د مور تر پښو لاندې دی. له دې مبارک حدیث شریف نه دوې ماناوې اخیستل کېږی.

لومړی: دا مالومېږی چې، د مور خدمت په ځینو حالاتو کې له جهاده غوره دی.

دویم: دا چې جنت د مور تر پښو لاندې دی، د مور له رضا پرته څوک جنت ته نه شی داخلېدای حتا که یې جهاد هم کړی وی. مور ده چې خپل اولاد په مرغلینو اوښکو نمانځی، هغه یوازې او یوازې خوږه مور وی. له هغې سره له بل هر چا زیاته مینه وکړه او په ژوند کې هره اسانتیا ورته برابره کړه، ځکه هغه ستاسو لپاره هر وخت یوازنی کس و،چې تاسو یې په ژوند پوه کړی یاست، تاسو ته یې مینه در زده کړې ، تاسو یې له خپلې غېږې تر دې ځایه پورې را رسولی یاست! مور تر نیمې نړۍ غوره ده، مور ده چې د نړۍ اتلان یې روزلی دی، مور ده چې دا وطن یې له ناخوالو  څخه ساتلی دی، مانا دا چې د وطن هره مور یوه رښتینی مور ده،خو په ډېره خواشینۍ سره باید ووایم چې په افغانی ټولنه کې د ښځو د حقوقو او ازادۍ مسئلې ته ډېره پاملرنه نه کېږی؛ د ډېرو افغانانو په ذهنونو کې د ښځو لپاره حقونه او آزادی د بې‌حیایۍ، شرم او خجالت په بڼه انځورېږی،چې دا مقایسه ستر حماقت او بې ‌عقلی ده. ‏حیا او شرم د مانا له مخې لوی توپیر لری، خو زموږ په ټولنه کې ډېر خلک حیا، شرم او خجالت سره ورته ګڼی، په داسې حال کې چې شرم (( خجالت )) داسې حالت دی چې انسان یې له ځینو ناوړو او ناسمو کړنو وروسته احساسوی، مګر حیا هغه حالت دی چې انسان ناوړه کړنو ته نه پرېږدی. د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد ((ص)) بیا حیا په دوو برخو وېشی چې لومړی ډول یې عاقلانه حیا او دویمه هغه یې احمقانه حیا ده او د همدې موضوع په رابرسېره کولو کې عاقلانه حیا هغې حیا ته وایی چې په پوهه او منطق راڅرخی او جاهلانه حیا هغه ده چې پر جهل او ناپوهۍ ولاړه وی، مثلاً د یوه شی په نه زده‌کولو کې بې‌جرئتی، احمقانه حیا ده. انسان په موجوده مخلوقاتو کې یو بې‌ساری او بې‌جوړې مخلوق دی او داسې ځانگړنې لری چې په نورو مخلوقاتو کې یې څرک هم نه تر سترگو کېږی، لکه انسان د زده‌کړې او روزنې قابلیت لری، د بیان او ما فی الضمیر د ښکاره کولو توان لری، ټولنیزې ځانگړتیاوې لری، د مرستې روحیه لری، په اراده کې مستقل دی، د برخلیک په ټاکنه او تصمیم نیولو کې اختیار لری، ښه شکل لری او همدا راز نورې فزیکی ځانگړتیاوې هم لری. له پورتنیو ځانگړنو سره سره په مادی ژوند کې هم د نورو موجوداتو په څېر اکسیجن، خوراک، اوبو، استوگنځی، خوب، آرامتیا او داسې نورو ته اړ دی چې د دغو ټولو مواردو په نظر کې نیولو سره انسان داسې تعریفولای شو؛ انسان د تی لرونکو ژویو له جنسه یو ژوندی موجود دی، د پر مختللی عقل، ولاړ قد، د وینا او بیان د قوې په لرلو سره له نورو ژویو جلا کېږی. د انسان په اړه د پورتنیو مالوماتو پر بنسټ له عقلی او فزیکی اړخه جوړ او سالم انسان هېڅکله د جنسیت له مخې د ځان او نورو حقونه نه سره پرتله کوی، بلکې فکر کوی چې انسان که نارینه وی او که ښځینه، د یوې مور و پلار اولاد دی، اړینه ده چې حقوق او آزادی یې هم یو شان وی. بله دا چې حقوق، آزادی او حیا په هېڅ مانا اړخ نه سره لګوی، ځکه هر انسان حق لری چې ژوند وکړی او د خوشاله ژوند کولو له ټولو اړتیاوو برخمن وی. په لومړی سر کې هر انسان که نارینه وی که ښځینه، حق لری چې سالمه روزنه ورکړل شی او د ژوند په ټولو معناوو وپوهول شی او بیا ورته د زده‌کړې لپاره زمینه مساعده شی، د زده‌کړو له پای ته رسولو وروسته اجازه ورکړل شی چې په خپله خوښه د ځان لپاره یوه دنده وټاکی او په همدې برخه کې د ځان او نورو لپاره کار وکړی او داسې حس نه کړی چې د نورو پر اوږو بار دی.

 د بیان د آزادۍ مسئله : هر فرد که هغه نارینه دی که ښځینه، د فکر او بیان د آزادۍ حق لری. البته د ټولنې او کورنۍ د مسوولانو له مداخلې او محدودیته پرته، د مالوماتو او نظریو غوښتل، تر لاسه کول او انتقال په دې حق کې شامل دی او د بیان او د مالوماتو د خپرولو، وېش او تر لاسه کولو د وسایلو ازادی هم پخپله لمن کې رانغاړی. ‏د آزادۍ بله بڼه بیا عقیدوی آزادی ده چې نارینه او ښځینه دواړه حق لری چې د هر دین او هر مذهب په اړه څېړنه وکړی ، په دې چاره کې نه دولت، نه ټولنه او نه د کورنۍ غړی حق لری چې د دوی په چارو کې لاسوهنه وکړی او مشکلات ورته جوړ کړی، خو سره له دې هم په افغانی ټولنه کې هغه ښځې چې زده‌کړه کوی، دندې ته ځی خپل او د نورو حقونه پېژنی او غوښتنه یې کوی، د ځینو نارینه‌وو له لوری بې‌حیا او سپین‌سترګې ګڼل کېږی، خو هغه نارینه چې په لارو او کوڅو کې د ښځو او نجونو لپاره ستونزې جوړوی او د زده‌کړو او چارو مخه یې ډب کوی، نه یوازې چې څوک بې‌حیا او سپین‌سترګی نه ورته وایی، بلکې زړور او بهادر یې هم بولی. د دې لپاره چې په لویه لاره کې ښځو ته اشارې او اوازونه کوی د دوی په وینا دا هر څه لوی زړه غواړی، خو په ټوله کې همدا ستره بې‌حیایی ده او همدا لامل دی چې ډېرې خویندې مو له 

زده‌کړو پاتېږی او د کورنیو له لوری د حیا او شرم په نامه په کور کښېنول کېږی. په ټوله کې که بیا ولیدل شی د حیا په نوم د ټولو جوړو شویو ستونزو قربانیانې یوازې ښځینه وی، ځکه که یوه ښځینه ناروغه شی او ډاکټر ته یې اړتیا وی، د حیا او شرم په نامه ډاکټر ته له بیولو بې‌برخې کېږی او حتا د مړینې لامل  یې هم ګرځی،خو که په اصل کې د دې ټولنې نارینه حیا او پردې ته په رښتیا هم ژمن وی؛ نو هېڅکله به هم ستونزې راولاړې نه‌شی، ځکه دوی که له ټولو ښځینه‌وو سره د انسانانو یا د خپلو میندو، خویندو او لورګانو په څېر چلند وکړی، نه به څوک په لارو کې وڅېرل شی، نه به څوک په ښځو پسې په لارو کې اوزاونه وکړی او نه به دې ته زمینه برابره شی چې څوک دې خپلې خویندې او لورګانې د حیا، شرم او خجالت په نامه له زده‌کړو منع او په کور کې یې بې ‌اسرې کښېنوی،خو د مور چې هر څومره توصیف وشی، بیا هم پرې لږ دى، خوله ټولو مهمه مسئله له میندو سره نیکی کول دی، د مور د نېکۍ په هکله الله ((ج)) فرمایلی : ژباړه: ((او موږ انسان ته د هغه له مور او پلار سره  د نېکۍ او احسان امر کړی دی؛ مور یې په سختیو کې په خپل نس (ګېډه) کې وساته او په سختۍ سره یې وزېږاوه او د هغه په نس کې ساتل او له شیدو جلا کول دېرش میاشتې وی، تر دې چې هغه ځوان، زورور او څلوېښت کلن شی، و یې ویل: زما ربه! ما ته توفیق راکړه، چې زه ستا د هغه نعمت شکر اداء کړم، کوم چې تا پر ما او زما پر پلار او مور لورولى او ستا خوښ او سم عملونه وکړم او زما په اولادونو کې اصلاح راوله، ما تا ته توبه اېستلې او زه د مسلمانانو له ډلې څخه یم، دوی هغه څوک دی، چې موږ به ښکلی او غوره عملونه ور څخه قبول کړو، له بدو عملونو څخه به یې تېر شو او دوی به د جنت له اوسېدونکو څخه وی، دا هغه رښتینې وعده او ژمنه ده،چې په دنیا کې له دوی سره کېده. په هر حال ټولو ته ښه مالومه ده چې د مور حقوق له هر چا لوړ او د درناوی وړ دی،چې په ډېره ښه توګه یې باید په هر حالت کې قدردانی وشی. په بل ایت شریف کې الله ((ج)) فرمایلی : ژباړه: (( او ستا رب دا امر او فیصله کړې، چې له هغه ماسوا به د هېڅ چا عبادت نه کوئ او له خپل پلار او مور سره به ښه اخلاق او نېکی کوئ، که چېرې ستا په ساتنه کې له هغوی دواړو څخه یو یا دواړه زوړوالی ته ورسېږی، نو هېڅکله د هغوی د یو کار د نه خوښولو په خاطر هغوی ته اُف مه وایه، هغوی مه رټئ او هغوی ته پسته او نرمه خبره کوئ، تل د هغوی په مخ کې پر هغوی د مهربانۍ او شفقت له مخې عاجزی او تواضع کوئ او  د هغوی لپاره داسې دعاء کوئ: اې ربه! زما پلار او مور چې څنګه په کوچنیوالی کې زما  ښه تربیه او روزنه وکړه، ته پر دوی دواړو همداسې رحم او مهربانی وکړه. پر چا چې ورځ په داسې حال کې راشی، چې له هغه څخه یې مور او پلار خوشحاله وی، د ده لپاره به د جنت دوې دروازې خلاصی شی او پر چا چې په داسې حال کې ورځ داخله شی، چې مور او پلار یې ور څخه ناراضه او ناخوښه وی، د ده لپاره به د دوزخ دروازه خلاصه شی.)) انسان چې هره ګناه کوی، سزا به یې په آخرت کې وینی، مګر د مور او پلار نافرمانی کوونکی ته په دې دنیا کې هم سزا ورکول کېږی،اولادونه به یې داسې کړنه ورسره کوی، لکه څنګه چې ده له خپل مور او پلار سره کړې وی. ګرانه وروره! ګرانې خورې! ستا پلار او مور ستا لپاره د جنت خزانې دی، د هغوی ساتنه وکړئ. ستاسې میندې او پلرونه ستاسې لویې خزانې دی، دوی ستاسو لپاره د جنت دروازې دی، د دوی په هکله لږ غفلت او بې پروایی هم مه کوئ. د الله لپاره پر ځانونو رحم وکړئ او د خپلو میندو او پلرونو نافرمانی مه کوئ. په هر حال راځو اصل مطلب ته څنګه چې مور پر اولادونو څومره حقداره وی ، نو د اولاد په روزنه کې هم مور یو لړ ستر او مهم مسوولیتونه پر غاړه لری: مور هغه روزونکی مهربان شخصیت دی، چې که  د اولادونو د تربیې لپاره سالم پلان ولری، نو کولای شی، چې ښه لور او زوی ټولنې ته وړاندې کړی؛ ځکه مور له خپل اولاد سره د زېږېدلو د لومړۍ ورځې ملګرې ده او د هغو د هر ډول پالنې لپاره د فرصت لرونکی شخص په حیث کولای شی له هغو څخه مثبت یا منفی اشخاص جوړ کړی. که یوه  مور د خپل ماشوم له کوچنیوالی څخه د هغه پر کړنو نګرانه وی او د هغه د کارونو او ویناوو څارنه وکړی، د بدو کارونو پایلې د ده له سویې سره سمې ورته بیان کړی،نو هغه به تر مرګه هېڅ بد کار او وینا ته زړه ښه نه کړی .یوه مور د ماشوم په کوچنیوالی کې کولای شی هغه ته د درواغو، غلا، ښکنځلو ، د بل چا په شی د کار نه لرلو، له نورو کوچنیانو سره د جنګ کولو او د یوه ماشوم یا لوی کس خبرې بل ته د انتقال او نورو بدو کارونو او بدو خبرو ناوړې پایلې ورته ووایی او د نورو هغو ماشومانو نکلونه ورته بیان کړی، چې درواغ وایی، یا له لویانو سره بې ادبی کوی، یا د یوه ځای خبرې بل ځای ته انتقالوی، یا د نورو بدو صفتونو لرونکی وی، چې په نتیجه کې د کورنۍ اوسېدونکی او دوستان ورڅخه بد وړی او د ده مخ ته هېڅوک خبره نه کوی؛ ځکه چې بیا یې دی بل چا ته نقلوی او هم د ده په خبره څوک باور نه کوی،ځکه خلک پوهېږی، چې دی په خبرو کې درواغ وایی، نور کوچنیان له ده سره لوبې نه کوی، دی د نورو ماشومانو په شیانو کار لری او یا نورو کوچنیانو ته ښکنځل کوی او هم د داسې ماشومانو نکلونه باید ورته بیان کړی چې ښه صفتونه لری ، د کور اوسېدونکی او نور دوستان ښه محبت ور سره لری او هر ماشوم له هغه سره ناسته او ملګرتیا خوښوی .که فرضاً کوم ماشوم داسې بد اخلاقی وکړی چې هغه په راتلونکې کې سختې بدې پایلې ولری.لکه : غلا ، درواغ ویل یا د کور خبره د باندې کول یا ښکنځل کول او داسې نورې بد اخلاقۍ نو مور مکلفه ده، چې پلار یې پرې خبر کړی او پلار باید خپلو اولادونو ته قناعت ورکړی، یا له هغه سره باید داسې چلند وکړی چې د پورتنیو مواردو مخه پرې ونیول شی، دغه راز مور خپل ماشوم له پلار څخه په داسې الفاظو خلاص کړی چې هغه پوه شی که بل وخت اشتباه وکړم،نو مور مې طرفداری نه کوی. ځینې میندې داسې فکر کوی چې که خاوند د ماشوم پر اشتباه خبر کړم،نو و به یې وهی، که څه هم د ماشوم وهل تر ډېره حده ښې پایلې نه لری،خو بیا هم د ماشوم د اشتباه پټول له هغه څخه داسې  کس جوړولای شی، چې هر وخت له مور څخه د ده د خیانت د پټولو هیله لری. همداسې کله چې یو ماشوم کور ته راشی ځینې میندې له ماشومانو څخه داسې پوښتنې کوی چې په راتلونکې کې ښې پایلې نه لری، مثلاً  :د فلانی په کور کې فلانی څه ویل؟، فلانی کس ستا پلار ته څه ویل ؟ ستا پلار فلانی ته څه ویل؟ دا هغه پوښتنې دی چې ماشوم داسې څېړونکی تربیه کوی چې هر وخت د نورو په خبرو پسې ګرځی او  داسې عادتېږی چې د خبرو انتقال خپله دنده ګرځوی او له څه وخت وروسته یې د نورو له غوښتنو پرته ورته انتقالوی.ځینې میندې  د خاوند له اجازې پرته بازار ته ځی،خو خپلو ماشومانو ته وایی، چې پلار خبر نه کړئ! دغه کار ډېر ستر تاوانونه لری:  یو تاوان یې د خاوند له اجازې پرته بازار ته وتل دی .دوهم لوی تاوان یې دادی، چې ماشوم درواغجن عادتېږی .درېیم تاوان یې دادی، چې تر ډېره حده مور د دغه ماشوم هره غوښتنه منی؛ ځکه ډارېږی چې د دې حال ونه وایی او هم د ماشوم له خوا هر وخت مور تهدیدېږی، چې د دې په پټ تګ پلار خبر نه کړی. څلورم زیان یې دادی، چې د مور دروند شخصیت اولاد ته سپکېږی؛ ځکه اولاد داسې روحیه پیدا کوی، چې موریې غلط کار کړی ،نو ځکه یې د ده له پلاره پټوی .پنځم ستر تاوان یې دادی، چې که خاوند د دې په خپلسری تګ خبر شو،نو حتماً کوم خطر پېښولای شی!نو هره مور دې خپلو لوڼو ته خاص هدایات او لارښوونې وکړی، چې له یوې خوا هغه د خپل پلار په کور کې د ښې لور او د خاوند په کور کې د ښې مېرمنې،  ښې وریندارې او ښې نږور په صفت له عزته ډک ژوند ولری. ښه داده چې هره مور په داسې چوکاټ کې ژوند وکړی چې د خپلو اولادونو ښه او بد عواقب وسنجوی چې یوه ښه مور څنګه اسلامی ټولنې ته خپل اولادونه  د سالمو شخصیتونو په حیث وړاندې کوی. نو میندو ته په کار دی چې د خپلو اولادونو په سالمه تربیه کې له ډېر دقت څخه کار واخلی او د خپلو ماشومانو په هغو کړنو د خوښۍ احساس ونه کړی چې هغه نه یوازې د کور بلکې د ټولنې د سر ټیټۍ سبب شی او په راتلونکې کې کور، کلی او ټولنه د دوی له شره په امان کې نه وی، موږ وینو چې په وروسته پاتې ټولنو او کورنیو کې داسې میندې او پلرونه شته چې اولاد ورته ډېر ګران وی همدغه د ګرانۍ وجه ده چې د ډېر ناز له مخې یې له اولادونو څخه ځان ورک شی او هر نامشروع کار ته لاس اچوی او داسې ګومان کوی چې مور او پلار مې په دغه ناوړه کار راته څه ونه ویل امکان لری چې دا کوم نېک کار وی، په اصل کې به داسې اولادونه نه یوازې د کور بلکې د ټولنې لپاره بدې پایلې ولری او هر وګړی به ترې په امن کې نه وی.

رفیع الله ـ رووفی

ممکن است شما دوست داشته باشید