روزنامه هیواد

د اوزبکستان سیر دریا ولایت کې د اوبو بند د تخریب په اړه د جمهوررییس محمداشرف غنی د تاثر څرګندول

په ډېرې خواشینۍ سره خبر شوم چې په اوزبکستان کې د توپان او سخت باران له امله په سیر دریا ولایت کې د سردابه اوبو مخزن یوه برخه تخریب او د ۹۲۲ میلیون متر مکعب اوبو تقریبا ۳۰ سلنه وتلې ، چې په پایله کې یې د استوګنې سیمو، مواصلاتی شبکې او کرنیزو مځکو ته زیات زیانونه اوښتی دی.  د افغانستان اسلامی جمهوری دولت او د دې هېواد د خلکو په استازیتوب د دغې ناوړه پېښې غم او درد کې له خپل دوست او ورور د اوزبکستان جمهوررییس شوکت میرضیایف او د هغه هېواد خلکو سره ځان شریک بولم.د افغانستان دولت او خلک ستاسو د دولت او خلکو ترڅنګ دی او زه بشپړ باور لرم، چې ورور مې د اوزبکستان جمهوررییس شوکت میرضیایف به په خپلې خردمندان رهبرۍ دا طبیعی ناورین ډېر ژر مدیریت کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید