روزنامه هیواد

د اوبو کمښت خلک اندېښمن کړی دی

اوبه د الله تعالی له لویو نعمتونو څخه شمېرل کېږی او د مځکې پر مخ د انسانانو د ژوند کولو لپاره تر ټولو مهمه اړتیا ده. اوس مهال چې په یو شمېر هېوادونو کې خلک د اوبو له کمښت سره مخ کېږی، نړیوالو بنسټونو یې سبب د هوا ګرموالی او اقلیمی بدلون ښودلى دى.د مارچ۲۵ مه چې د اوبو نړیواله ورځ (اوبه د طبیعت لپاره) نومول شوې ده، د دې ورځې په نمانځغونډو کې هم د اوبو د راتلونکو بحرانونو په اړه بحثونه کېږی. په (۲۰۱۶) م کال د هالنډ په ټونټی پوهنتون کې یوه څېړنه و شوه. په دې څېړنه کې راغلی وو، چې په کلنی ډول د لږ تر لږه یوې میاشتې لپاره به ۴ میلیارده انسانان د اوبو له کمښت سره مخ وی. همدا راز اټکل شوى ، چې په افریقا کې به میلیونونه انسانان د دوامداره وچکالۍ له بحران سره مخ شی.په افغانستان کې هم د اوبو متخصصینو د راتلونکی لپاره د اوبو د بحران خبره کړې ده. افغانستان چې یو کرنیز هېواد دی، ډېر وګړی یې په کرکیله بوخت دی. دا بحران به له اقتصادی اړخه هم یوه لویه ستونزه را منځ ته کړی. په دې وروستیو کې د هېواد په ډېرو ولایتونو کې د اوبو د کمښت ستونزه را منځ ته شوې ده. دا ستونزه هم د کم اورښت له امله ده او هم تر مځکې لاندې اوبه ورځ تر بلې د ټیټېدو په حال کې دی.دا اوس اوس په هلمند کې د کجکی بند د کاسې اوبه ورځ تر بلې کمېږی. د کجکی بند د مسوولینو په وینا که د اوبو کمښت دغه ډول جریان ولری، کېدای شی شل ورځې یا میاشت وروسته د کجکی دبند کاسه له اوبو څخه په بشپړه توګه خالی شی. پر دې سربېره په هلمند کې د مځکې لاندې اوبه هم له پخوا ډېرې ښکته شوې دی. کندهار، بادغیس، نیمروز او په خپله مرکز کابل دا اوس مهال د اوبو له لوی ګواښ سره مخ دی.تېر کال د نیمروز ټول کښتونه د اوبو د کمښت له وجې بې ثمره پاتې شول. د نیمروز د مرکز زرنج په شمول دکنګ، چخانسور، چهاربرجک او دلارام ولسوالۍ او په ټوله کې نیمروز د څښاک د اوبو له ستونزې سره مخ دی. مرکز او ټول نیمروز تر مځکې لاندې خوږې اوبه نه لری. یوازې خاشرود ولسوالۍ د مځکې لاندې خوږې اوبه لری چې هغه هم د پخوا په پرتله ډېرې ښکته شوې دی.زه نه غواړم چې د اوبو په تخنیکی اړخ بحث وکړم؛ ځکه په دې برخه کې ډېره مطالعه نه لرم؛ خو کله نا کله د افغانستان له لوی عالم او د اوبو له متخصص ډاکټر صاحب فاروق اعظم سره په دې اړه بحث کوم. ځینې دوستان دا موضوع ډېره ساده ګڼی؛ خو ساده نه ده. دا یو لوی ناورین دى.افغان حکومت تل د اوبو د مدیریت خبره کړې ده؛ خو په دې برخه کې له دې ډېر کار ته اړتیا شته. حکومت ته په کار ده چې د راتلونکی نسل لپاره د اوبو د بحران مخنیوى وکړی. که دا کار ونه شی، زموږ د هېواد  د راتلونکی لپاره به لوی ګواښ وی.د اوبو په برخه کې یوه کارپوه وینسینت کاسی ویلی چې د اوبو د کمښت مخنیوى باید وشی حکومتونه باید د اوبو رسونې په برخه کې پر بنسټونو او د اوبو په ذخیره کولو کې لا ډېره پاملرنه وکړی.زموږ د هېواد لویه ستونزه د اوبو په مهارولو کې ده. موږ تر اوسه د دې وړتیا نه ده پیدا کړې ،چې خپلې اوبه مهار کړو.

 سردار محمد همدرد

ممکن است شما دوست داشته باشید