روزنامه هیواد

د اوبو اقتصاد

پوهاند محمدبشیر دودیال

لومړۍ برخه

طبیعی سرچینې زموږ هغه ژوندی او غیر ژوندی موجودات دی چې موږ یې په عنعنوی ډول تر خپلې استفادې لاندې راولو او اقتصادی استفاده ورڅخه کوو. طبیعی سرچینو اقتصادی سیستم ته د طبیعت او چاپېریال ارزښت ورکړی، چې زموږ په رفاه او هوساینه کې رول لری. کله چې د منابعو اقتصادی ارزښت ته ګورو، نو د شتمنۍ حیثیت پیدا کوی. چاپېریال زموږ ټول شاوخوا پنځ (طبیعت یعنې ژوندی او  غیر ژوندی موجودات ) دی، خو منابع یا  سرچینې بیا د دغه ټول چاپېریال او محیط اقتصادی ارزښت لرونکی توکی دی. دغه توکی موږ ته ګټور او د لاسبری وړ دی، هغه چې د لاسبری وړ نه دی، سرچینې ورته نه شو ویلای. د چاپېریال ځینې منابع به ممکن تیارې او په اماده شکل وی، لکه د چینو او سیندونو اوبه ، ځینې به پروسس، استخراج او مرتب کولو ته اړتیا ولری لکه  وسپنه، پولاد او نور، ځینې به راټولولو ته اړتیا ولری لکه طبی بوټی، کبان او نور، ځینې به پرېمانه او مفت وی لکه اوبه، د لمر وړانګې، باد اوهوا، خو ځینې به ډېره لوړه بیه ولری لکه نجیبه عناصر. طبیعی منابع د انسان د کار محصول نه دی، بلکې په قدرتی ډول دوی ته میسرې دی، چې د ملکیت ادعا هم ورباندې کېدای شی لکه یو جریب کرنیزه مځکه، چې د ځانګړی شخص په واک کې وی، خو ځینې نور عامه ملکیت دی او  د تصرف او مالکیت ادعا ورباندې نه شی کېدای لکه معادن، ځنګلونه ،سیندونه، ملی پارکونه او نور. نن ورځ بشریت دغه سرچینې او منابع کشف کړی او تر خپلې استفادې لاندې یې راوستی دی، مدیریت کوی یې او پلان او پالیسی ورته جوړوی. هغه هېوادونه چې له خپل طبیعی ثروت څخه یې ښه او معقوله استفاده کړې، د نړۍ بډای او صنعتی هېوادونه دی، هغوی چې دغو منابعو ته پراختیا نه ده ورکړې او له استفادې څخه یې عاجز دی بېوزلی بلل کېږی.   په دې لړ کې یوه مهمه طبیعی منبع اوبه دی، چې د هر کال په تېرېدو سره یې اقتصادی اهمیت زیاتېږی. مدیریت ته یې اړتیا پیښېږی او د پلان او کار کولو ضرورت یې احساس کېږی. نن ورځ د اوبو مسئله سیاست ته هم ننوتې او ګڼ شمېر هېوادونه ،چې د اوبو له قلت سره مخامخ دی، دغې موضوع ته د خپلې ستراتیژیکې او امنیتی نقطې له نظره کتنه کوی. افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د پاک پروردګار په رحمت سره پوره سېندونه ( د کال په اوږدو کې ۲۴ او له موسمی خوړونو سره ۲۶سېندونه) لری ، خو بې زحمته راحت او بې حرکته برکت نشته، نو  موږ نه یو توانېدلی، چې دغه قیمتی جاری شتمنی او منبع مدیریت او کار ورڅخه واخلو، په کار ده چې وروسته تر دې له دې غفلت څخه را ویښ او خپلې اوبه د خپل اقتصاد، استقلال، عزت او ابرو لپاره مدیریت کړو. تر هرڅه د مخه د دې اقدام لپاره نظری پوهه او معلومات او د اوبو په اهمیت پوهېدل په کار دی. په دې توګه به په دغې لنډه مقاله کې په دې موضوع بحث وشی.

د افغانستان اوبه:

اوبه په څو شکلونو موجودې دی:

الف) د مځکې پرمخ روانې اوبه surface water

ب) ترمځکې لاندې اوبه
under ground water

د مځکې پر مخ اوبه لکه سېندونه، ویالې، چینې او کاریزونه، خو ولاړې اوبه هم په دې کې راځی لکه د غزنی د ناور ولاړې اوبه ، د هآمون هلمند ولاړې اوبه او نورې.  دا د اوبو د ډنډ ( ټولېدو ) هغه ساحې دی ،چې اوبه یې په طبیعی توګه یوې ګډې مجرا ته ورتویېږی. د افغانستان د جغرافیې او د دې تعریف په نظر کې نیولو سره په آسانۍ سره کولای شو د هېواد ټولې اوبه په سېندیزو حوزو ووېشو. دا یو واضح حقیقت دی ،چې د افغانستان ټولې اوبه یوې واحدې مجرا ته نه تویېږی، بلکې په بېلابېلو مجراګاتو کې تویېږی. د بېلګې په توګه د کابل سېند د افغانستان له خاورې وځی‌ او د اندس له سېند سره یوځای کېږی، د هلمند سېند په همدې ډول د ۱۲ میله پولې په جوړولو سره سره د ایران خاورې ته ننوزی‌ او د سیستان په دښته کې هآمونونو ته تویېږی. د هریرود سېند له پولې جوړولو وروسته د ایران او ترکمنستان تر منځ پوله جوړوی‌ او د دوستۍ په بند کې را ټولېږی. د پورته واقعیتونو په نظر کې نیولو سره ویلای شو، چې د هېواد اوبه باید بېلا بېلې سېندیزې حوزې ولری، له همدې کبله د اوبو او انرژۍ وزارت د هېواد ټولې اوبه په پنځو سېندیزو حوزو وېشلی ، چې نومونه یې په لاندې ډول دی.

۱ـ د کابل سیندیزه حوزه

۲- د هلمند سیندیزه حوزه

۳-  د هریرود-مرغاب سیندیزه حوزه

۴- د پنج – آمو سیندیزه حوزه

۵- د شمال سیندیزه حوزه

۶- شپږمه حوزه چې باید په نویو مطالعاتو کې په پام کې ونیول شی، هغه د هېواد جنوبی سیندونه دی.

اوبه هغه حیاتی ماده ده چې نه یواځې د انسانانو او حیواناتو، بلکې د ونواو، بوټو ژوند هم ور پورې تړلی. د افغانستان یو شمېر لوی سېندونه دا دی:دکابل سېند د پغمان د غرونو له درې څخه چې د بحرله سطحې ٣۵٠٠ متره لوړوالی لری سرچینه اخلی، ټول مسیر یې  تر سند دریاب پورې٧٠٠ کیلومتره دی، چې د ننګرهار په ختیځ کې دکوزې پښتونخوا سیمې ته وځی.  دکابل سېند ۵۶٠ کیلو متره د افغانستان په خاوره کې او نور١۴٠ کیلومتره د پاکستان په خاوره کې بهېږی.

د کابل سېند په پورتنی برخه کې ابشارونه لری ،چې له لوېدیځ څخه ختیځ لور ته له پراخو سیمو او تنگو درو څخه تېرېږی ، کله چی دللندر له تنگی درې څخه تېر شی د چهاردهی له سیمې څخه وروسته دکابل ښار ته ورننوځی کله چې دکابل له ښار څخه تېرېږی د ارزان قیمت  په سیمه کې د لوگر سېند ور سره یوځای کېږی او بیا دتنگی غار تنگی ته داخلېږی، چې د نغلو په ساحه کې د پنجشېر سېند ورسره یوځای کېږی له سروبی وروسته ورېښمین تنگی ته داخلېږی. د علینگار او علېشنگ سېندونه د لغمان د عزیز خان کڅ په سیمه کې دکابل له سیند سره یو ځای کېږی ، او د ننگرهار د درونټې په جنو ب کې د سره رود اوبه ورسره یوځای کېږی.

دکابل سېند د ننگرهار یوه سیمه د یوه کانال پواسطه خړوبوی کله چې دغه سېند د جلال آباد ښار د شمال ختیځ د بهسودو له ساحې څخه تېر شی د کامې د زاخېلو دکلی په سرکې دکونړ سېند ورسره یوځای کېږی او باﻻخره د لعلپورې د تنگی له لارې د پېښور سیمې ته او بیا د اټک په ساحه کې د سند له سېند سره یوځای کېږی، د کابل سېند له اقتصادی نقطې نظره ډېر زیات د اهمیت وړ دی، که استفاده ورڅخه وشی د افغانستان په سلو کې نوی د اړتیا وړ برېښنا تولیدوی او کافی اندازه مځکې په ګنبیری او نورو سیمو کې تر کښت لاندې راوستلای شی. په کونړ ولایت کې که  د کونړ پر سېند د برېښنا بند جوړ شی، موږ د دې جوګه کوی ،چې پر داخلی تکافو سربېره  بهر ته هم برېښنا صادره کړو.

د آموسېند سېند ته داوکس اوعربانو د جیحون نوم ورکړی ، آمو سېـــــند د پامیر له څوکو څخه چې د زرکول په نامه یادېږی او لوړوالی یې (۴١٢۵) مترو ته رسېږی سرچینه اخلــــــی او د اورال تر بحیرې د ٢۵٠٠ کیـــــلو متــــرو په فاصله رسېږی، یعنې د دغه سېند اوبه له هېواده بهر داورال په سمندرګی کې تویېږی  . دغه سېند د١٢٠٠ کیلو مترو په اندازه د افغانستان او د مرکزی اسیا د هېوادونو (تاجکستان،ازبکستان او  ترکمنستان) ترمنځ سیاسی سرحد تشکیلوی ، د آمو سېند مرستیالان د هغه ٣٠ سلنه ډکوی. د ښۍ خوا مرستیال سېندونه، چې د مرکزی آسیـــــا په هېوادونو پورې ارتبــــــــاط پیداکــوی له کونډ (cond ) ،چک
( chak ) ،قزل سو ( qizal so ) ،وخش( wakhsh ) ،کافرنهان او سرخان څخه عبارت دی ، چې زموږ له هېواده بهر دی، خو د هېواد د ننه مرستیالان یې د واخان ،کوکچی او کندوز سېندونه دی. د افغانستان د اوبو د شمال حوزې نور سېندونه د آمو سېند ته له رسېدو مخکې په ریگستانونو کې وچېږی، چې د خلم ،بلخ آب ،اندخوی او قیصار سېندونه دی. د آمو ترسېند له سرچینې څخه تر کوکچې سېند پورې ډېر تېز او سرعت یی زیات دی او زیات خړوبی او د یخ غټې ،غټې ټوټې له ځان سره راوړی . د آمو سیند د اوبو اندازه د کرکی ( kerki ) په سیمه کې په فی ثانیه کې ٢٠۵٠  مکعب مترو ته رسېږی ،خو کله چې د اورال سمندرگی ته تویېږی داوبو اندازه یې (١۴٩٠) مکعب مترو ته رسېږی ، ځکه چې نورې اوبه دکرنې او نورو اقتصادی فعالیتونو لپاره په مصرف رسېږی . د آمو سېند چې پخوا د خم آب له سیمې څخه تېرېده د دواړو غاړو زیاتې برخې یې تخریبولې ،خو اوس څه ناڅه کنترول شوى، دا سېند د افغانستان او مرکزی آسیا د هېوادونو ترمنځ یو طبیعی سرحد جوړوی ، چې د نړیوالو حقوقو له مخې بین المللی سېند ورته وایی. د افغانستان په شمول نور مربوط هېوادونه کولی شی د ټاکلو شرایطو مطابق ورڅخه لازمه گټه پورته کړی ،خو داچې د آمو سېند کیڼ لوری (افغانستان) مناسب شرایط او وسایل په لاس کې نه لری ، نو تر اوسه کومه گټه ورڅخه نه اخیستل کېږی . د افغانستان په شمال کې ،چې کرنې او مالدارۍ ته یې زیات انکشاف ورکړی ،  د آمو سېند مرستیالان سېندونه ( د کندوز او کوکچې سېندونه) دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید