روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د انګریزانو له بشپړې ماتې وروسته غازی امان الله خان پر اصلاحاتو لاس پورې کړ

دارالامان ماڼۍ د جوړولو کار په ۱۳۰۴ لمریز کال پیل او په ۱۳۰۶ کال پاى ته ورسېد.

د غازى امان الله خان په مشرۍ افغانانو دانګریزانو پروراندې خپله خپلواکی دتورې په زور ترلاسه کړه کله چې غازی امان الله خان  پاچا شونه یوازې دتعلیم اوزده کړې په برخه کې پرمختګونه وشول بلکې د خپلواکۍ له ګټلوپه افغانستان کې دېر اصلاحات منځ ته راغلل . د دارلاامان وروسته همدارنګه دتاج بیګ ماڼۍجوړه شوه او سربېره پردې دپغمان ظفر طاق جوړشو او د آزادۍ دشهیدانو دوه مینارونه ،په دهمزنګ کې دجهل پرضد مینار او دآرتن .پل هم جوړ شو. دغه تاریخی آبدې اوقصرونه ، د۱۳۷۵  لمریزوکلونو په جګړوکې تخریب اوله منځه ولاړل ، خودافغانستان د جمهور رییس ښاغلی  محمد اشرف غنی په ځانګړې پاملرنې او  زیار سره دهغو دبیارغولو او جوړولوچارې دوه نیم کاله  وړاندې پیل شوې ، که  خداى کول دراتلونکى یوه کال په موده کې به بشپړې کړاى شی . دټولنیزو علومو کارپوه اودتاریخ لیکلوال ښاغلى دوکتور محمد شریف ((ځدران)) زموږ دخبریال ددې پوښتنې په ځواب کې ، چې د غازی امان الله خان شخصیت او د انګریزانوپر ضد دمبارزې  روحیه څنګه وه ؟داسې وویل :

غازى امان الله خان یوملی شخصیت ووچې په ۱۹۱۹ زیږدیز کال کې دخپل پلارله  دشهادت ته وروسته چې دلغمان په کله ګوش کې شهید کړاى شو د فبرورۍ په ۲۳  مه نیټه  د پاچاهۍ اعلان وکړ.امان الله خان د خپل پلار حبیب الله خان نائب اومرستیال و..هغه مهال داسى یودوران و، چې سردار نصرالله خان چې دامان الله خان غازٰى تره و،په ننګرهار کې یې دامیر حبیب الله خان له وژل کېدو وروسته سلطنت اعلان کړه خو غازی امان الله خان یې سلطنت  ونه مانه ،ځان یې دخپل پلار دسلطنت وارث وباله اوپه ۱۹۱۹ زیږدیز کال د فبرورۍ په ۲۳مه  نیټه یې د کابل د مراد خانۍ په ډګر کې د دولتی او پوځی مامورینوپه وړاندې اعلان وکړچې ډېرژربه د  پلار قاتلینو ته جزا ورکړی او ددې ترڅنګ یې د افغانستان د بشپړې خپلواکۍ   اعلان هم وکړه   .

ده ددې پوښتنې په ځواب کې ، چې غازې امان الله خان څرنګه کورنۍ او بهرنى تګلاره  اعلان کړه ؟ څرګنده کړه :

افغانستان له دې وروسته په بهرنی او کورنی سیاست کی یو خپلواک هیواد دى اوپه خپله دخپل هېواد دخپلواکۍ اعلان کوو.

ده زیاته کړه : امان الله خان ډېر  مهم کارونه  له خپلواکۍ وروسته ترسره کړل . ده دبریتانوی  هند وایسراته لیک واستاوه او ، چی په دغه لیک کې یې راوړی وو ، چې د افغانستان خپلواکی په رسمیت وپیژنى ، خوله بده مرغه ، چې انګریزانود غازی امان الله خان لیک ته منفی ځواب ووایه  اوددې پر ځاى ، چې دافغانستان خپلواکی په رسمیت وپېژنی دافغانستان پرضدیې دجګړې اعلان وکړ. هماغه وو ، چې غازی امان الله خان په لنډه موده کې وکړاى شواى ، چې لر او برافغانستان سره یوموټى کړی اودملی پوڅ ترڅنګ یې سره یولاس کړی . درې دجګړې جبهې پرانیستل شوې ، چې دکندهار د جبهې مشر عبدالقدوس خان ، د مشرقی جبهې  مشر صالح محمد خان او دپکتیا یا خوست جبهې مشر سپه سالار نادرخان و، چې دخپل وخت لومړى صدراعظم و.دمې  په دریمه نیټه په دغو دریو محاذونوکې دانګریزانو اوافغانانو ترمنځ جګړه پیل شوه جګړو دوام وموند. له یوې میاشتې وروسته جګړه

دجون په ۳ یمه نیټه پاى ته ورسېده او انګریزانود جګړې دمتارکې او درولوغوښتنه وکړه .دغازیانوپه لیکوکې نه یوازې پوځ او دهغوترڅنګ دعامو خلکو شتون او حضور و ،بلکې د افغانستان له پولو دباندې پښتنوهم په جګړه کې برخه واخیسته . امان الله خان دانګریزانودمتارکې او اوربند غوښتنه ومنله  . انګریزران دجګړې ددوام له امله  ویریدل اوپه دې اند ووه چې دافغا نانو له خوامحاصره نه شی، نودهمدې دلیل پربنسټ انګریزانوماتى وخوړه ،نوځکه یې دمتارکې او دجګړې بندولو غوښتنه وکړه . دمتارکې په سرته رسېدودبرتانوې هند له خوا  دپنډۍ خبرې وشوې اوپه خبروکې دافغانستان بشپړه خپلواکی په کورنیواوبهرنیوډګرونوکې په رسمیت وپیژندل شوه دخپلواکۍ له  ګټلو وروسته غازی امان الله خان دسیاسی خپلواکۍ او استقلال دپیاوړ تیا لپاره یوشمېر اصلاحلات پېل کړل ، چې وشی کولى نه یوازې په سیاسی ډګر کې ، بلکې په اقتصادی او فرهنګی ډګرونوکې افغانستان په خپلو مټو متکی اوسیاسی آزادی یې بشپړه اوغښتلې شی .

ښاغلى دوکتور ځدران دامان الله خان داصلاحاتوپه اړه وویل : زه دغازی امان الله خان داصلاحاتو بېلګې په لاندې ډول وړاندې کوم :

۱- د دارالامان ماڼۍ د آلمانی انجینر هارتن له خوا ډیزاین اوپه ۱۳۰۴ لمریز کال کې یې کارپیل اوپه ۱۳۰۶ لمریز کال کې بشپړه شوه . ددې ودانۍ په ار  جوړولو دهارتن په شمول (۲۲) نورو اروپایی انجنیرانوهم  کار کړې  دې .

۲ – دتاج بیګ ماڼۍ هم غازی امان الله خان دتاج تپې دپاسه جوړه کړې ،نوځکه د تاج بیګ ماڼۍ دغازی امان الله خان حرمسراى هم و .

۳ – دپغمان طاق ظفر ماڼۍ هم دامانی دورې یوتاریخی اثردى ، چې دخپلواکۍ او آزادۍ دلارې دشهیدانو او دافغان پوځ دبرپالیتوب یاد ګاردى . دطاق ظفر دواړو خواوو ته په ۲۴ تختو باندې ، چې د آزادۍ او خپلواکۍ دشهیدانو نومونه کښل شوی دی .

۴ – دآزادۍ دشهیدانودوه مینارونه د دارالامان ماڼۍ دپارک په شمال ختیځه برخه کې دواټ پر دواړو غاړو موقعیت لری اودکنه کمشردمرستیال  داود شاه خان دمیر علم خان د او دزوى احمد جانخان د على خان دزوى

دشهادت په یاد جوړ شوی  دی .

۵ – دعلم او جهل مینار په ۱۳۰۳ لمریز کال کې پر عبدالله منګل چې په ګوډ ملا  مشهورو اودهغه پرپلویانو پاندې دبری او پرجهل دپوهی دبری په یاد ګار د۱۳۰۴ لمریز کال د جوزا په ۲۳ مه نېټه جوړ شوى دى ، دغه منار دبرىکوټ په مقابل کې د احمد شاهی ترڅنګ پریوه کوچنۍ غونډۍ جوړشوى دى . حتا ویلى شو، چې په دهمزنګ کې موقعیت لری .

۶ – دآرتل پل  دغازی امان الله خان له خوا په ۱۳۰۳ لمریز کال دګذرګاه دیخبندان په وروستۍ برخه کې چې دشېردروازې (کندهارۍ دروازې ) محل دٰى جوړ شوى دى : دغه پل ځکه دارتن په نامه یادیږی ، چې یوه جرمنی انجنیرر والترهارتن جوړکړى دى .

ده زیاته کړه : په ۱۳۰۱ لمریز کال کې دافغانستان اساسی قانون ، چې هغه وقت دنظام نامې په نامه یادیده  ، د جلال آباد لویه جرګه کې تصویب شو او په خپل وخت کی یودیموکراتیک اوپرمختللى اساسی قانون واو ددغه قانون له مخې  دافغان اتباعو  فردی آزادی  اقتصادی او فرهنګی حقونه خوندی شول اوسربېره پردی د غلامۍ سىستم لغوه اعلان شو اودافغانستان ټول وګړی ددغه قانون له مخې برابر وګڼل شول .

ټول قومونه ګډـ ملی هویت لری ، چې هغه ((افغان)) دى. سربېره پردې ښځوته دیاد قانون له مخې ډېر حقونه ورکړل شول. دبېلګې په توګه دلومړی ځل لپاره دښځو ښوونه اوروزنه په رسمی توګه تسجیل شوه اوترشپږم ټولګی پورې زده کړه پرنارینه او ښځینه جبری شوه. غازی امان الله خان په دغوکلونو کې ۳۲۲ ښوونځی جوړکړل دالومړى ځل دى چې معارف منځ ته راځی اوپرمختګ کوی .ښاغلی دوکتور ځدران ډاګیزه کړه : دافغانستان داساسی قانون ترڅنګ کابودسلو په شا  اوخواکې نظام نامې یا فرعى قوانین هم  تصویب شول اوپه ادار وکې دچارو اوکار دسمون اوښه پرمختګ لپاره له یادو نظامنامو ګټه پورته کېده . اساسی قانون کلیات دی  ، اوډېرقوانین نه شی په کې ذکرکېداى ، نوددې لپاره چې نظامنامې له اساسې قانون سره مرسته وکولای شېی ،سل نظامنامې منځ ته راغلې او ویلى شو،چی په افغانستان کې دغازی امان الله خان دواکمنۍ دوران ځلاند   پرمختللى ، خپلواک او د افغانانودملی غرور دوران و او باید بیرته را ژوندى شی .        سید محبوب نوری

 

 

 

 

ممکن است شما دوست داشته باشید