روزنامه هیواد

د انټرپول پولیس له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو دی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمداشرف غنی د نړىوال اقتصادی کنفرانس په څنډه کې وړم ماښام د انټرپول پولىسو له سکرترجنرال ىورگن ستاک سره وکتل.دواړو لورو په دې کتنه کې د افغان پولىسو لپاره د تخنىکی همکارىو، د جرمی اقتصاد او نېشه ىی توکو د قاچاق څخه د ترلاسه شوىو تورو پیسو د مخنىوی او افغان پولىسو لپاره د روزنې د نوی نصاب د اىجاد په اړه بحث او خبرې وکړې.جمهوررییس غنی ووىل: د انټرپول پولىسو سره د همغږۍ او همکارۍ له لارې کولاى شو پر جرمی اقتصاد کنټرول ومومو.له انټرپول پولىسو سکرتر جنرال د جمهوررییس غنی د نظرىاتو هرکلى وکړ او وې وىل: د انټرپول پولىس له افغانستان سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید