د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
چینایی چارواکی وایی: د انټرپول یا نړیوالو پولیسو رییس له قانونه د سرغړونې په تور تر پوښتنې لاندې دی.د چین ملی څارګر کمېسیون دا خبره د یکشنبې په ورځ اعلام کړه.انټرپول مخکې ویلی و ، چې د دغې ادارې د مشر منګ هونګوی د لادرکه کېدو په اړهیې له بیجېنګه مرسته غوښتې ده.منګ هونګوی په دې سربېره چې د انټرپول رییس دی، د چین د عامه ساتنې وزارت مرستیال هم دی.د منګ مېرمنې ویلی، د سپټمبر له ۲۵مې له کله چې دی چین ته رسېدلی و هېڅ احوال یې نهلری.انټرپول د شنبې په ورځ ویلی، چې د دې ادارې د مشر منګ هونګوی د سلامتیا په اړه د بیجېنګ د ځواب په تمه دی.