روزنامه هیواد

د انتخاباتو کمېسیون پر خپل وخت ولسمشریزو ټاکنو ته چمتووالى لرى

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د زلمی خلیلزاد له تازه څرګندونو وروسته ویلی، پر وخت د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره چمتووالى لری. تر دې مخکې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد ویلی وو چې د داسې سولې تر څنګ چې افغانان یې مستحق دی، د ټاکنو پلانول هم باید پرمخ یووړل شی. ښاغلی خلیلزاد وړمه شپه ناوخته په ټوېټر کې لیکلی، د سولې غوښتنه افغانان د جمهوری ریاست د مشروعو انتخاباتو د چمتووالی له غوښتنې نه راګرځوی. د ټاکنو د خپلواک کمېسیون سرپرست ویاند ذبیح سادات د شنبې په ورځ آزادۍ راډیو ته ویلی، دغه کمېسیون پر وخت د ټاکنو ترسره کېدو ته ژمن دى، خو یو شرط لری.ده وویل:(( د ټاکنو خپلواک کمېسیون رهبری ژمنه ده ،چې د ولسمشرۍ ټاکنې پر وخت ترسره کړی، په دې شرط چې حکومت وتوانېږی چې بودجه پر خپل وخت د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته ورکړی او امنیتی بنسټونه یې امنیت خوندی کړی، تر دې دمه د راتلونکو ټاکنو لپاره د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ډېر کارونه مخ ته تللی، تقویم وروستى شوى، عملیاتی پلان هم نهایی شوى دى.)) په دې وروستیو کې داسې ګنګوسی خپرې شوی وې، چې افغان حکومت او نړیوال متحدین یې ټول پام د سولې مسئلې ته ورګرځولى او د ولسمشرۍ د انتخاباتو موضوع یې څنډې ته پریښې ده.د زلمی خلیلزاد د څرګندونو مخکې د جنوبی او مرکزی آسیا لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس وېلز تېره یکشنبه په کابل کې له ولسمشر محمد اشرف غنی او اجرائیه رییس عبدالله عبدالله سره پر وخت د ولسمشرۍ انتخاباتو د کېدو پر موضوع خبرې وکړې.اجرائیه ریاست په اعلامیه کې ویلی وو، چې مېرمن وېلز څرګنده کړې چې امریکا په افغانستان کې د سراسری او باوری انتخاباتو لپاره مرستو ته متعهده ده.مېرمن وېلز امریکا ته له ستنېدو وروسته تېره پنجشنبه د واشنګټن لپاره د افغانستان له سفیرې رویا رحمانی سره د نورو موضوعاتو تر څنګ د ولسمشریزو انتخاباتو پر تیاریو هم خبرې وکړې. حکومت ویلی، د جمهوری ریاست انتخابات به د روان کال د تلې (میزان) په ۶مه وشی، خو د سیاسی ګوندونو ملی ائتلاف غوښتنه کړې له  تر انتخاباتو مخکې باید سوله وشی.د دغه ائتلاف ویاند عبدالقاهر شریعتی د جمعې په ورځ په کابل کې په کنفرانس کې وویل: که لومړى سوله وشی، خلک کولاى شی چې د امن په فضا کې خپلې رایې وکاروی.

ممکن است شما دوست داشته باشید