روزنامه هیواد

د انتخاباتو کمېسىون: ټول راى ورکوونکی په خپلو اړوندو محلونو کې د راى ورکولو حق‌ لری

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسىون ټىنګار کوی،  چې د باىو مىټرىک سىسټم ترڅنګ به د انتخاباتو په ورځ د کمېسىون له خوا پخوانى وړاندې شوى سىسټم هم پرځاى وی.د دغه کمېسىون مرستىال وىاند ذبىح الله سادات وایی: د راى اچونې په ورځ د راىې ورکونې بهىر د نوملړ له مخې ترسره کېږی او هېچاته به اجازه ورنه کړل شی،  چې له خپل اړوند محل پرته کوم چې نوم لىکنه ىې په کې کړې ده، په بل محل کې راىه ورکړی.

نوموړی زىاته کړه:

(( هغه کسان چې نوم یې په لېست کې وی تذکره یې سټىکر ولری، نو د باىومټرىک سىستم په وسىله کولاى شی چې راىه ورکړی او هغه کسان چې نوم یې په لېست کې نه وی او تذکره یې سټىکر هم ونه لری د راىه اچولو حق نه لری.))دا په داسې حال کې ده چې د ولسی جرګې د راتلونکو انتخاباتو لپاره نږدې نهه مىلىونه کسانو نوم لىکنه کړې ده.که څه هم د سىاسی ګوندونو ادعا دا ده،  چې د راى ورکونکو په ساده نوملړ کې درغلی شوې ، خو د انتخاباتو خپلواک کمېسىون ډاډ ورکوی، چې په دې برخه کې پوره شفافىت موجود دى.سىاسی ګوندونو غوښتنه درلوده،  چې باىد انتخابات د باىومىټرىک سىسټم څخه په ګټې اخىستنې ترسره شی،  چې دا غوښتنه یې ومنل شوه او د انتخاباتو خپلواک کمېسىون په باىو مىټرىک سىسټم د انتخاباتو د ترسره کېدو اعلام وکړ.د انتخاباتو خپلواک کمېسىون دغه څرګندونې وروسته له هغې کوی،  چې د باىو مىټرىک سىستم نه د استفادې تر اعلام وروسته ىو شمېر خلکو ته په دې اړه پوښتنه پىدا شوه،  چې اىا اوس دوى کولاى شی له خپل اړوند محل پرته په بل محل کې راىه وکاروی که کنه؟څه موده وړاندې د افغانستان ىو شمېر سىاسی ګوندونو او جرىانونو غوښتنه وکړه ، چې باىد د باىو مىټرىک سىستم نه په ګټې اخىستنې له نوملړ پرته انتخابات ترسره شی.په ورته وخت کې پر انتخاباتو د څار ىو شمېر بنسټونه هم ټىنګار کوی ، چې د راىو ورکونکو د نوملړ جوړول د قانون غوښتنه ده او د قانون له مخې، باىد راىه ورکونه د نوملړ په وسىله ترسره شی.د افغانستان د آزادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ ((فىفا)) اجرائىوی مشر ىوسف رشىد وایی:

(( زه پوهېږم چې دلته ډېرى خلکو سټیکر نه دى اخىستى، نوملىکنه یې نه ده کړې، مهاجر راستانه شوی او ىا هم ورته زمىنه نه وه برابره ، خو کمېسىون په لېست پورې محدود دى او په لېست کې چې د چا نوم نه وی نه شی کولاى د راىه اچونې حق ورکړی، که څه هم هغه اتلس کلن وی او تذکره ولری، خو دلته لېست د قانون مطابق اصل دى او باىومىټرىک هغه څه دی ، چې ىوازې د مرستندوىه وسىلې په توګه ترې ګټه اخىستل کېږی نور نو په قانون کې اصلاً ځاى نه لری.))د ىادولو وړ ده چې د ولسی جرګې راتلونکو انتخاباتو ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دی او د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسىون ټولو ولاىتونو ته د حساسو او غىر حساسو انتخاباتی موادو د رسېدو خبر ورکړى دى.د افغانستان د ولسی جرګې انتخابات به د روانې لمرىزې مىاشتې په ۲۸ نېټه ترسره شی.     

                        اکرام الله اکرام

ممکن است شما دوست داشته باشید