روزنامه هیواد

د انتخاباتو د کمېسیون نوې مشره وایی: اصلاحات به د دې د کار مهم لومړیتوب وی

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون نوې مشره وایی، چې په کمېسیون کې اصلاحات به د دې د کار مهم لومړیتوب وی.حوا علم نورستانۍ لومړنۍ مېرمن چې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د مشرې په توګه غوره شوې، د ټولو ولایتونو په کچه په دې کمېسیون کې د اصلاحاتو پر اړتیا ټینګار کوی.مېرمن نورستانۍ وایی، چې د اصلاحاتو لپاره هڅې به په همغږۍ سره پرمخ ولاړې شی.هغې په نږدې راتلونکی کې د کمېسیون د مهمو لومړیتوبونو یادونه وکړه او زیاته یې کړه:(( زموږ پلان دا دی، چې هر څوک، که د کمېسیون لپاره ډېر موثر غړی هم وی، په فساد کې ککړ وی، د هغه شتون په داسې یو کمېسیون کې ضرور نه دی، د اصلاحاتو ترڅنګ د کابل په ګډون د پنځلسو ولایتونو د ولسی جرګې د انتخاباتو د وروستیو نتیجو اعلام ، چې د انتخاباتی شکایتونو کمېسیون کار پرې کوی.))د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مشرې چې د کب په ۱۴مه یې خپل کار پیل کړ، همدا راز وویل، چې په را روانه چنګاښ میاشت کې د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره کافی وخت شته.ټاکل شوې چې د ولسمشرۍ او ولایتی شوراګانو ټاکنې نږدې څلور نیمې میاشتې وروسته ترسره شی.یو دلیل چې په وری (( حمل)) میاشت کې یې پلان شوی ټاکنې تر چنګاښ پورې وځنډول، د لازمې بودجې نه شتوالی بلل شوی.مېرمن نورستانۍ وایی: د کمېسیون نوې مشرتابه به هڅه وکړی، چې دا بودجه له نړیوالو مرستندویانو ترلاسه کړی.دا وایی:(( د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره به خپل پلان جوړوو، د بودجې او امکاناتو لپاره او د ستونزو د لرې کولو لپاره به کار پیلوو، تراوسه خو موږ نوی راغلی یوو، لا نه پوهېږو چې دې ټاکنو ته بودجه شته که نه، د مخه خو کمېسیون ویلی وو، چې د انتخاباتو لپاره کومه بودجه چې باید نړیوال یې ورکړی، نه لرو.)) د ولسی جرګې له ټاکنو وروسته چې په ترڅ کې یې د پراخو درغلیو او سرغړونو راپورونه ورکړل شول، د ټاکنو تمویلوونکو د جمهوری ریاست د انتخاباتو د لګښتونو د تمویل لپاره د هېڅ راز مرستې ژمنه نه وه کړې، خو د افغانستان د ټاکنو د ملاتړ ډلې ESG د ټاکنو د مسوولو کمېسیونونو د رییسانو او کمېشنرانو د غوره کولو هرکلی وکړ.دې ډلې د دواړو کمېسیونونو پر غړو غږ وکړ، چې ورسپارل شوې جدی مکلفیتونه او دندې خلکو ته د خدمت، د مسلکی چلند او یووالی په روحیه او د بې پریتوب اصل ته په پام سره ترسره کړی.د ټاکنو د ملاتړ په ډله کې د اروپایی ټولنې، استرالیا، جاپان، امریکا، ناټو او ملګرو ملتونو په ګډون، د افغانستان د انتخاباتو ډېر مهم ملاتړ کوونکی شامل دی.دې ډلې همداراز د افغانستان له انتخاباتی کمېسیونو غوښتی، چې د ولسی جرګې د ټاکنو وروستی نتایج ژر تر ژره اعلام کړی او د را روانو ټاکنو لپاره پوره تیاری ونیسی.

ممکن است شما دوست داشته باشید