روزنامه هیواد

د امنیت په ټینګښت کې د خلکو ونډه  اړینه ده

د ډاډمن او سراسری امنیت ټینګول زموږ  تر ټولو ستره اړتیا ده. خلک هره ورځ خاورو ته د جنازو له سپارلو ستړی شوی. منو چې د امنیت ټینګول د افغانستان د وسله وال پوځ دنده او مسوولیت دی. د دولت په اډانه کې د وسله والو د رسمی جوړښتونو د رامنځ ته کولو فلسفه او منطق دا دی چې باید دوی کورنی امنیت خوندی کړی او د بهرنیو تېریو پر وړاندې د هېواد د آزادۍ، مځکنۍ بشپړتیا او ملی واکمنۍ دفاع وکړی، خو که خلک له خپلو امنیتی ځواکونو سره اوږه په اوږه د امنیت په خوندی کولو او د بهرنیو تېریو په شنډولوکې و نه درېږی، نو ګرانه ده چې امنیتی ځواکونه دې په خپلو دندوکې بریالی شی.

د ډاډمن امنیت په ټینګولو کې د هېواد د وسله وال پوځ پر نقش سترګې نه شی پټېدای ، خو دا هم باید د یو واقعیت په توګه ومنو چې د امنیت په ټینګولو کې د خلکو ونډه ټاکونکې ده.

د خلکو ونډه بېلابېلې بڼې لری. یوه یې دا ده چې خلک خپل بچیان د وسله وال پوځ لیکو ته واستوی. موږ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې داسې کورنۍ لرو چې څو زامنو یې د هېواد د دفاع په لاره کې قربانی ورکړې ده، خو له دغو ټولو قربانیو او سرښندونو سره سره خلک خپل بچیان د ملی اردو، ملی پولیسو، ملی امنیت او نورو امنیتی جوړښتونو لیکو ته استوی.

دا له هېواد سره د افغانانو د ریښتینې مینې ښکارندویی کوی. له وطن سره مینه د افغانانو په خټه کې اخښل شوې ده. دغه راز ونډې ته مستقیمه ونډه ویل کېدای شی. په دې برخه کې د افغانانو ونډه د پوره ستاینې وړ ده، خو خلک باید یواځې پرمستقیمې ونډې بسنه ونه کړی، بلکې د امنیت په ټینګولوکې د لا پراخې ونډې پر نورو لارو چارو هم فکر او غور وکړی. یو څو بېلګو ته به اشاره وکړو.

خلک کولای شی له وسله والو مخالفانو سره خبرې وکړی او هغوی ته ووایی چې د اړوندو سیمو له نا امنه کولو ډډه وکړی. هغوی دې له وسله و الو مخالفانو سره د خبرو او تفاهم ور پرانېزی، هغوی ته دې د سولې ښېګڼې بیان کړی، هغوی ته دې قناعت ورکړی چې جګړه د ولس له لا بدمرغه کولو پرته بله پایله نه لری، په هره سیمه کې جګړه تر ټولو لومړی د همغې سیمې خلک زیانمنوی، د همغې سیمې کورنۍ د ویر او ماتم پر ټغر کېنوی، په همغه سیمه کې ټولګټی تاسیسات ویجاړوی او هلته د بیارغاونې  مخه نیسی.

دا د هرې سیمې د خلکو ملی، اخلاقی او دینی مسوولیت دی چې خپله سیمه د جګړې له بدمرغیو وژغوری. که خلک سره یو موټی شی او په کلک هوډ د جګړې ښکېلو خواوو ته ووایی چې نور زموږ په سیمه کې جګړه ونه کړئ، نو پوره باور دی چې یو لوری به هم هلته پوځی عملیاتو ته زړه ښه نه کړی. د امنیت په ټینګولو کې د خلکو دغه راز ونډې ته په اوسنیو شرایطو کې ډېره اړتیا ده. همدارنګه خلک کولای شی له امنیتی ادارو سره د اړینو معلوماتو په شریکولوکې مرسته وکړی او په دې توګه په خپل وخت د چاودنو، بریدونو او نورو ناوړو پېښو مخه ونیسی.

دا د امنیتی ادارو د مسوولینو په پوهې او مهارت پورې اړه لری چې د امنیت د ټینګولو په موخه څنګه له خلکو مرستې او همکارۍ راخپلولی شی. د خلکو او امنیتی ادارو ترمنځ یوې روښانې او ښه تعریف شوې دوه اړخیزې اړیکې ته ضرورت دی.

د امنیتی ادارو مسوولین باید دا واقعیت ومنی چې د خلکو مرسته او همکاری ورته حیاتی ارزښت لری. وروستی بری به د همغو وی چې خلک یې تر شا ولاړ وی، ولسونه یې ملاتړ کوی، مرسته او همکاری ورسره کوی.

د امنیتی ادارو مسوولین دې د دغه راز دوه اړخیزې اړیکې د تامینولو، پیاوړی کولو او اغېزمن کولو لپاره د قومی مشرانو او دینی عالمانو په مرسته یو هر اړخیز مېکانیزم جوړکړی.                   ن.ش

ممکن است شما دوست داشته باشید