د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان د اسلامی جمهورىت جمهوررییس او د وسله وال پوځ اعلى سرقوماندان محمد اشرف غنی پرون له غرمې مخکې د ملی دفاع او کورنىو چارو وزارتونو مرستىالانو سره په غونډه کې، په لګښتونو کې د سپما او د منابعو د ضاىع کېدو د مخنىوی په موخه د امنىتی بنسټونو د مالی مدىرىت هر اړخىز پلان وارزاوه. په دغه غونده کې چې په ارګ کې وشوه، جمهوررییس غنی په ۱۳۹۸ کال کې د ملی دفاع او کورنىو چارو وزارتونو په لګښتونو کې د سپما راپور د اورېدو ترڅنګ ووىل، د امنىتی او دفاعی بنسټونولګښتونو په ځانګړی ډول د تېلو، اعاشې، غىر ضروری تجهىزاتو او قراردادونو په برخو کې پام وړ سمپا شوې. هغه ټىنګار وکړ چې په امنىتی بنسټونو کې د بودجې لګښتونه باىد د اغېز د زىاتوالی په اندازه وی او اړتىا ده چې سټنډرډ مالی سىستم جوړ شی. جمهوررییس څرګنده کړه، په امنىتی او دفاعی بنسټونو کې د بودجې او سپما پلان باىد د اهدافو پر اساس ترتىب شی چې د بودجې په مصرف کې مؤثرىت رامنځته شی. هغه همداراز ټىنګار وکړ چې د فساد ضد جدی مبارزې او د منابعو د ضاىع کېدو د مخنىوی په برخه کې دې لا زىات تمرکز وشی. جمهوررییس غنی په امنىتی او دفاعی بنسټونو کې تشکىلاتی تورم ته په اشارې د دغو بنسټونو مسوولىنو ته لارښوونه وکړه چې د خپلو بنسټونو پر تشکىلاتو بىا کتنه وکړی او د تشکىلاتی تورم مخنىوى وکړی.
د هېواد جمهوررییس ووىل، د ولسوالىو په کچه دې د نظامی تاسىساتو، تجهىزاتو او وساىطو ارزونه او واضح تصوىر رامنځته شی. د دې ارزونې پر اساس دې کمبودۍ او اړتىاوې روښانه او د هغو د پوره کېدو لپاره پر ىوې طرحې هم کار وشی. جمهوررییس د تاسىساتو، تجهىزاتو او وساىطو ساتنه او څارنه مهمه وبلله او مسوولىنو ته ىې لارښوونه وکړه چې د امنىتی او دفاعی بنسټونو د تاسىساتو، تجهىزاتو او وساىطو د ساتنې او څارنې لپاره پلان او منظمه برنامه ترتىب کړی.