روزنامه هیواد

د امریکا کانګرېس پر افغانستان د پټې لوبې پر سر، زلمى خلیلزاد احضار کړ

د امریکا کانګرېس د سولې د ګونګو خبرو پر مخ بیولو له کبله په افغانستان کې د سولې لپاره د ټرمپ ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد احضار کړی. امریکایی رسنیو ویلی، چې خلیلزاد یې د دې لپاره احضار کړی ،چې د سولې د خبرو له ګونګتیاڅخه تر دسولې د خبرو د ماتېدو ټول جزئیات او د خبرو د ماتېدو دلایل ورته ووایی.د امریکا د کانګرېس د بهرنیو چارو د کمېټې استازو او مشر ایلوټ اینګل وړمه ورځ رسماً په علنی جلسه کې له خلیلزاد څخه غوښتی، چې ژر تر ژره دې حاضر شی او دوی سره دې خبرې وکړی.له دې وروسته د کانګرېس د بهرنیو اړیکو د کمېسیون مشر ایلوټ اینګل پر ټویټر پاڼه هم ولیکل ،چې خلیلزاد باید سبا لس بجې د دوی د استماعیه جلسو په خونه کې حاضر وی.ښاغلی اینګل ویلی: دوی به نېغ په نېغه له خلیلزاد څخه پوښتی او هغه به یې ځواب ورکوی چې ،څرنګه له طالبانو سره خبرې وځنډول شوې؟نوموړی خلیلزاد ته استول کېدونکې احضار نامه په داسې حال کې لاسیلیک کړه، چې تر دې وړاندې نوموړی څو ځله کانګرېس ته د ورتلواو حساب ورکولو غوښتنه ټکر کړې وه. ایلوټ اینګل تېره اوونۍ د درېیم ځل لپاره هغه مهال چې مذاکرات نه وو ختم شوی، ور وروغوښت ،خو خلیلزاد جلسې ته ورنغی.ښاغلی اینګل ویلی وو، چې افغانان او امریکایان حق لری پوه شی، چې زلمی خلیلزاد  د سولې په نامه څه روان کړی دی؟دا په داسې حال کې ده ، چې پر زلمی خلیلزاد تورونه دی، چې نوموړی د سولې هوکړه نه، بلکې له طالبانو سره د امریکا معامله ترسره کوله.په دې معامله کې خلیلزاد کوشش کاوه ،چې یا دی په خپله افغانستان کې د وایسرای رول ادا کړی، یا هم خپل دیرینه ملګری حامد کرزی ته بیا د واک واګی په لاس کې ورکړی.همدا راز د امریکا د سی آی ای پخوانی مشر او د امریکایی سینټ کام اوسنی مهم غړی ډیویډ پټریاس ویلی ،چې طالبانو له زلمی خلیلزاد څخه غوښتی وو، چې په ټاکنو کې دې د محمد اشرف غنی د بریا مخه په کلکه ونیسی او هغه دې له صحنې وباسی.هغه ټکی ،چې د عبدالله، عطا نور نظارشورا او د غنی د ګڼو دښمنانو خوب هم ګڼل کېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید