روزنامه هیواد

د امریکا کانګرېس د افغان سولې لپاره د هڅو معلومات غواړی

د امرىکا د کانګرېس د بهرنىو اړىکو کمېټې د خپل هېواد له باندنىو چارو وزارته د افغان سولې د بهىر په اړه د روڼوالی غوښتنه وکړه.د کانګرېس یا استازیو جرګې د بهرنىو اړىکو کمېټې دا غوښتنه په هغه لىک کې کړې چې د متحدو اىالتونو د بهرنىو چارو وزىر ماىک پامپىو او د افغان سولې لپاره د امرىکا ځانګړی استازی زلمی خلىلزاد ته ىې استولى دى. دوى پر ماىک پامپىو په دې خاطر نىوکې کړې چې زلمی خلىلزاد ته ىې اجاره ورنه کړه چې د استازیو جرګې د بهرنىو اړیکو په کمېټې کې د افغان سولې د پروسې په اړه توضىحات وړاندې کړی.د استازیو جرګې د وېبپاڼې پر اساس، د دې جرګې د بهرنىو اړىکو د کمېټې غړىو وىلی: دا د دوى حق دى چې د افغانستان د سولې د پروسې په اړه معلومات ولری.دوى په عىن حال کې خبردارى ورکړى چې له اساسی قانون سره سم د څارنې مسوولىت لری او د خپل دغه مسوولىت د ادا کولو لپاره له هرې وسىلې کار اخىستلو ته تىار دی.له دې وړاندې تېره مىاشت د افغانستان د ملی امنىت شورا سلاکار حمدالله محب هم له افغانستانه د سولې د پروسې د پټولو په خاطر پر زلمی خلىلزاد توندې نىوکې کړې وې چې له کبله ىې د دواړو هېوادونو اړىکې تر ىوه حده زىانمنې شوې.د امرىکا د استازو جرګې د بهرنىو اړىکو د کمېټې غړىو د خپل هېواد د بهرنىو چارو له وزىر ماىک پامپىو څخه په کلکه غوښتی چې خپل درىځ بدل کړی او وروسته له دې چې زلمى خلىلزاد له اوسنی سفره بېرته امرىکا ته ستون شو، په ۷ ورځو کې دې کمېټې ته ورشی او د سولې د پروسې په اړه دې دوى ته معلومات ورکړی.دوى دا هم وىلی چې د اوباما ځانګړو استازو د خپلو هلوځلو په اړه معلومات ورکول.

ممکن است شما دوست داشته باشید