روزنامه هیواد

د امریکا په ټاکنو کې له روسیې سره جوړجاړى نه دى شوى

د امریکا متحدو ایالتونو د عدلىې وزیر ویلیم بار، کانگرېس ته د ځانگړی پلټونکی روبیرت میولر د وروستی رپوټ څلور مخىزه خلاصه وړاندې کړه. میولر چې کابو دوه کاله ىې د هغه شک په اړه پلټنې وکړې، چې گویا په ۲۰۱۶م کال د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکو کې روسیې لاسوهنه کړې، دې نتیجې ته رسېدلى چې د کرېملېن او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټاکنىز ټیم ترمنځ هېڅ کوم جوړجاړى نه و شوى.

خو میولر په دې اړه چې آىا ټرمپ د عدلىې د کارونو مخه ډب کړې وه، روښانه پایلو ته نه دى رسېدلى. بار د میولر له نقل قوله ویلی: «خو د رپوټ پایله دا نه وایی چې ولسمشر ټرمپ دې کوم جرم کړى وی.» بار وویل چې میولر دا پرېکړه کړې چې د عدلىې وزیر په توگه ده ته دا پرېکړې پرېږدی چې آىا کوم جرم شوى او که نه؟

د عدلىې وزیر ویلیم بار زیاته کړه چې هغه د میولر د نتایجو پر بنسټ د عدلىې په کارونو کې د ممکنه ځنډ په اړه له خپل مرستیال رود روزنشتاین سره مشوره کړې ده. دواړه دې نتیجې ته رسېدلی چې دغه شواهد کافی نه دی چې دا ثابته کړی چې ټرمپ تخلف کړى.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د عدلىې پر پخوانی وزیر جیف سیشنز او د هغه پر مرستیال رود روزنشتاین فشار اچولى و او د فدرالی پولیسو «ایف بی آى» مشر جیمز کومی ىې د ۲۰۱۷م کال د مې میاشتې په۹ مه له دندې گوښه کړى و. وروسته بیا ټرمپ وویل چې د «روسىې قضىې» په دې (له دندې گوښه کېدو) کې نقش درلودلى دى.

د ټرمپ وکیل رودی جولیانی په لومړی غبرگون کې وویل چې دا رپوټ «تر تمې ښه و». د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا ساندرز بیا برعکس د توېټر له لارې د «امریکا متحدو ایالتونو د ولسمشر د بشپړ برائت خبره وکړه)).

د اپوزیسیون دیموکراتان بیا د رپوټ د بشپړه متن د خپرولو غوښتنه کوی. په استازو مجلس کې د دیموکراتانو مشرې نانسی پلوسی وویل چې «ژر تر ژره » باید چې «بشپړ رپوټ له ټولو اړوندو اسنادو سره خپور شی.))

هغې په ځانگړې توگه دې ټکی ته اشاره وکړه چې د عدلیې په کار کې د خنډ جوړونې د تورونو په اړه میولر ټرمپ په بشپړه توگه بې گناه نه دى بللى. پیلوسی د عدلیې پر وزیر تور لگولى چې بې طرفه نه دى. میولر په تحقیقاتو کې له ۳۰ زیاتی تورونه چې له دې څخه ټرمپ ته نږدې شپږو کسانو باندی هم وو، بررسی کړی دی. د میولر پلټنی د ټرمپ د سترگو خار وې. ټرمپ هر وخت د ځان په اړه د «ناروا پلټنونو» خبره کوله. اوس ولسمشر په کرارۍ سره په ټوېټر کې لیکلی: د روسیې په قضیه کې هېڅ جوړ جاړى او د قضا په کار کې ممانعت نه دى شوى. هغه د بشپړ برائت خبره کړې او زیاته کړې یې: «امریکا همداسې ستره وساتئ!))

ټرمپ په فلوریدا کې له خبریالانو سره د خبرو پر وخت د ځانگړی استازی روبیرت میولر پلټنې «یو شرم» وباله. هغه دغه تحقیقات د «نابودۍ لپاره غیر مشروع خطرناک اقدام» وباله او ویې ویل چې دغه اقدام ناکام شوى دى.

ممکن است شما دوست داشته باشید