روزنامه هیواد

د امریکا ولسمشر ایران ته [ د له منځه وړولو ] گواښ کړى

د امریکا متحدو ایالتونو او ایران ترمنځ شخړې له وجې په خلیج کې وضعه هسې هم ډېره ترنگلې ده. خو ډونالډ ټرمپ یوه بله پارونه هم کړې او ایران ته ىې واضح پېغام ورکړى دى.

د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټوېټر له لارې ویلی: ((که ایران جگړه غواړی، نو دا به ىې رسمی پاى وی. امریکا متحد ایالتونه بیا هېڅکله ونه گواښئ.)) ډونالډ ټرمپ دا واضح گواښونه په داسې وخت کې کوی چې د ایران او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ ترینگلتیا خپل اوج ته رسېدلې ده. د امریکا متحدو ایالتونو په «نږدې وخت کې داسې گواښونو» ته په کتو سره چې شواهد یا دلایل ىې ډېر واضح نه دی، د مې میاشتې په سر کې د خلیج سیمې ته الوتکې لېږدونکې بېړۍ، بم غورځونکی الوتکې او نور تجهىزات لیږدولی وو. امریکا همدا راز پر ایران لگېدلی بندىزونه هم لا پسې کلک کړل. د دې په ځواب کې د ایران مشرتابه هم د ټرمپ له خوا د نړیوال اټومی تړون د لغوه کولو د کلیزې په ورځ اعلام وکړ چې دوى به هم د دغه تړون ځېنې برخو ته نور ژمن پاتې نه شی. خو ایران له امریکا سره د جگړې گواښ بې ارزښته گڼلى. د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د شنبې په ورځ وویل چې ایران له امریکا او یا د هغوى له سیمه اىزو متحدینو سره د وسله والې شخړې په لټه کې نه دى. ظریف وویل: (( موږ ډاډه یوو چې جگړه به نه کېږی ځکه چې نه هم موږ جگړه غواړو او نه دې هم نور څوک داسې فکر لری چې له ایران سره به په سیمه کې مخامخ شی.)) د ټرمپ تر ټوېټ مخکې د ایران د انقلابی گارد قوماندان هم د جگړې په اړه خپل نظر څرگند کړى و. حسین سلامی ټینگار کړى چې که څه هم چې انقلابی گارد جگړه نه غواړی، خو وېره هم ترې نه لری. هغه زیاته کړې وه چې امریکایی عسکر د انقلابی گارډ برعکس له مرگه وېره لری او دغه ډول دښمن ته ماتې ورکول آسان دی. ټرمپ پر ایران د اټومی وسلو د جوړولو، د نږدې او منځنی ختیځ د بې ثباته کولو او د ترهگرۍ د ملاتړ تورونه لگوی. سعودی عربستان هم شک کوی چې په دغه هېواد کې د تېلو پر تاسیساتو او د تېلو پر ټانکرونو د بریدونو تر شا هم د ایران لاس دى. جرمنی، فرانسه، برېتانیا، روسیه او چین د نړیوال اټومی تړون د لغوه کېدو پر ضد دی. خو هغوى په دې ونه توانېدل چې د امریکا د بندىزونو له وېرې له ایران څخه د خپلو اکثرو شرکتونو د وتلو مخه ونیسی. د جرمنی د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس ومنله، چې سړى که ریښتیا ووایی نو هغه اقتصادی گټې چې ایران ىې له تړونه د ترلاسه کولو تمه درلودله ، بې له امریکا یې نه شی ترلاسه کولى.

ممکن است شما دوست داشته باشید