روزنامه هیواد

د امریکا ولسمشرۍ ته کاندید، جوبایډن ولې ځان په سپکو سپک کړ!؟

وایی یوه کلیوال سړی غوښتل، چې ځان مشهور کړی، هغه فکر کاوه، چې باید د دې لپاره څه وکړی؟ خو داسې کومه کړنه یې نه شواى کولى، چې پرې ځان لوړ شهرت ته ورسوی، ځکه نه کوم د لوبو نړیوال اتل و، نه کوم د هېواد مشر یا ملی او نړیواله څېره، دا هر څه هغه ته ګرانه او سخته مسئله وه، خو هغه بیا هم ځان مشهور کړ، هغه خداى وهلی، د خپل ځان د لوړ شهرت لپاره د کلی په ډېر مهم ځاى کې مرداری وکړه، په دې سره دا سړى مشهور شو، خو په ډېر بد نامه! د امریکا د راروانو ولسمشریزو ټاکنو لپاره کاندید جوبایډن هم د دغه کلیوال سړی په څېر د خپل شهرت د لوړولو هڅه وکړه، خو سخت په کې بې آبه ،سپک او په دوو پیسو شو ! جوبایډن د آفرین په ځاى، بې آبی او لعنت وګټل!  بایډن د امریکا له اې بی سی نىوز (ABC News) سره په بحث کې د افغانستان په اړه د خندا وړ څرګندونې کړې دی، ده غوښتل، چې په دې سره کمپاین وکړی، خو په کې وشرمېد او په کور د ننه څه چې په نړیواله کچه د دغه پر کمپوهۍ وخندل شول! د پنجشنبې د ورځې په بحث کې هغه افغانستان او عراق سره ګډوډ کړل. باىډن د اې بی سی نىوز د بحث د چلوونکی ډېوېد موىر د دې پوښتنې په ځواب کې چې که امرىکا له افغانستانه خپل ځواکونه وباسی، نو هغسې تشه به رامنځته شی چې په عراق کې ولىدل شوه، ووىل: «زه په ځلونو افغانستان ته تللى ىم او تر کومه ځاىه چې معلومات لرم، امرىکا نه شی کولى چې افغانستان په ىو موټی هېواد بدل کړی…… دا ټولو ته څرګنده ده او تاسو (اې بی سی) هم پرې ډېر وخت پخوا راپور خپور کړى چې زه افغانستان ته د ځواکونو له لېږلو سره مخالف وم.»

د باىډن اشاره په ۲۰۰۹ م کال د ولسمشر اوباما له لوری افغانستان ته د ۴۰ زره اضافی ځواکونو لېږلو ته وه چې ده ىې مخالفت کړى و. خو واشنګټن اىګزاماىنر ورځپاڼه وایی چې له باىډن څخه د خبرو په دوام کې افغانستان او عراق ګډوډ شول، وىې وىل: «افغانستان ته د ځواکونو د لېږلو اصلی هدف دا و چې له ىاغىانو سره مبارزه ونه کړو ىعنې موږ غوښتل چې دا هېواد ىو موټى کړو. دا هېواد سره ىو کېداى نه شی. اجازه راکړئ چې وواىم هلته ۳ بېل بېل هېوادونه دی. ۳ ختىځ ولاىتونه د پاکستان دی چې د حقانی شبکې په وسىله ىې کنټرولوی. دا لړۍ به دوام وکړی.» د افغانستان په اړه د امرىکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دىموکرات ګوند د دغه کاندىد جوباىډن څرګندونې په جغرافىه کې د نوموړی د پوهې د کموالی ښکارندوىې بلل شوې دی، خو دلته افغان حکومت د دغه خبرې په سختو ټکو وغندلې، د دغه خبرې نه یوازې رد شوې، بلکې د ولسمشرۍ ویاند صدیق صدیقی دا هم وویل، چې پاکستان خپل ځان نه شی راټولولى، دا خو پرېږده، چې افغانستان د درېـیو ولایتونو ولکه هم تر لاسه کړی!؟ په کور د ننه او نړیواله کچه ټولو افغانانو د جوبایډن دغه څرګندونې وغندلې او پرې یې سختې نیوکې وکړې.  په خواله رسنیو کې پر هغه سختې ملنډې ووهل شوې. په خپله امریکا کې د جوبایډن په دغه راز څرګندونو ملنډې وهل کېږی. یوه امریکایۍ ورځپاڼه په دې اړه وایی، پخوانى مرستىال ولسمشر او د ولسمشرۍ اوسنى کاندىد جو باىډن، چې په بهرنۍ پالىسۍ پوهېدا او په دې برخه کې یې تجربه د امرىکا د ولسمشرۍ د ۲۰۲۰ کال په انتخاباتو کې د خپل قوت د ټکو په توګه مطرح کوی، خو په جغرافیه نه پوهېږی!؟ دغې ورځپاڼې ( واشنګټن اىګزاماىنر ) زىاته کړې، چې، حقانی شبکه د سُنی سختدرىځو ىوه ډله ده چې له طالبانو سره ملګرې ده او امرىکا په بهرنىو ترورىستی ډلو کې شامله کړې ده. دا ډله چې په شمالی وزىرستان کې مېشته ده، له پولې ( ډیورنډ کرښې ) اوړی او د افغانستان په ختىځو ولاىتونو او کابل کې حملې کوی. ورځپاڼه زىاتوی، افغانستان ۳۴ ولاىتونه لری خو دا عراق دى چې عملاً په ۳ برخو وېشل شوى چې ىوه برخه ىې د عرب شىعه ګانو، بله د سُنی عربانو او درېـیمه برخه یې بیا د کوردانو په لاس کې ده. باىډن په خپله په درېـیو برخو د عراق د تجزىې ملاتړ کاوه ،خو جورج بوش او بارک اوباما د ده دا وړاندىز ته اهمىت ورنه کړ. په کارلټن پوهنتون کې د افغانستان د چارو متخصص سټىف ساىډمن وایی، د افغانستان په اړه تراوسه هېچا د درېـیو برخو ىادونه نه ده کړې. ممکن د فدرالېزم مسله مطرح شوې وی، خو د افغانستان ولاىتونه تر ۳۰ زىات دی او هېڅکله د ۳ ولاىتونو ىا درېـیو ټوټو موضوع مطرح شوې نه ده:  «فکر کوم باىډن افغانستان له عراق سره غلط کړى دى.»

د امرىکا د بهرنىو چارو وزارت پخوانى چارواکى او د امرىکن پراګرېس څېړنی انستىتىوت غړى مکس بىرګمن وایی، باىډن لکه چې نوى کشف کړى.

ورځپاڼې ته سعد محسنی وىلی «باىډن ته په کار ده چې په جغرافىه کې خپله مطالعه زىاته کړی خو په دغه عمر کې به ىې ډېر څه په ذهن کې پاتې نه شی.»

سکاټ شادىن، چې د بوش د حکومت همکار و او په افغانستان کې د دوو امرىکایى سفىرانو سلاکار ، وایی چې باىډن دا خبرې کټ مټ د عراق په اړه کړې دی. لکه چې افغانستان او عراق سره ګډوډوی.

واشنګټن اېګزماینر ورځپاڼه وایی، د افغانستان په تړاو د امرىکا د پخوانی ولسمشر اوباما د مرستیال جوبایډن څرګندونې چې ګواکی افغانستان ۳ جلا هېوادونو په څېر دى، ښایی تېروتنه وی او موخه به یې عراق و.

جوبایډن راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د ډېموکراټانو د خپلمنځیو ټاکنو کاندید هم دى.

ورځپاڼې د سکاټ شادیان په نامه د امریکایی پخوانی چارواکی څرګندونې راخیستې. نوموړی ویلی:

(( هغه د عراق په تړاو هم کټ مټ همداسې ویلی وو. دى په عراق او افغانستان کې غلط شوى

مطلب وایی، افغانستان ځان ته ځانګړی ٣۴ ولایتونه لری او د امریکا په مشرۍ پر افغانستان له برید راهیسې په تېرو ۱۸ کلونو کې هېڅکله د دغه هېواد د وېش خبره نه ده شوې. خو که فکر وکړو، بایډن تېروتلى نه دى، هغه دا خبرې په ډېر دقت سره کړې دی، هغه ویلی: (( د افغانستان ۳ ولایتونه له پاکستانه کنټرولېږی، امریکا باید د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره له افغانستانه ځواکونه وباسی او په پاکستان کې یې ځاى پر ځاى کړی او له هغه ځایه دې په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزه وکړی! )) د افغانستان ۳ ولایتونو یادول، چې پاکستان قبایلی سیمو او بیا پاکستان ته جوخت پراته دی، دا سمه خبره ده، دا د افغانستان جنوبی ولایتونه دی، بل دا چې هغه ویلی، چې امریکا دې په پاکستان کې اډې ځاى پر ځاى او له هغه ځایه دې په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزه وکړی، دا هم د هغه په واک او اختیار کې خبره ده، خو دا خبرې بیا هم تر نیوکې لاندې دی، لومړى خو پاکستان اوس په سیاسی، اقتصادی، سیمه ییز او جغرافیایی توګه له سختو ننګونو سره مخ دى، له لومړی سره، د افغانستان پر خاوره جوړ شوى دى، چې نه هم افغانان دا خبره منی او نه هم هندوستان ته د منلو ده، بل دا چې دا هېواد د ترهګرۍ ستره ځاله ده او یا که ووایوو، ترهګر هېواد دى، چې په نړیواله کچه به د ترهګرۍ په تور لېست کې راوستل شی، نو د ښاغلی بایډن خبرې دلته د غندلو دی، په افغانستان کې نه ،بلکې په پاکستان کې ترهګر دی، چې امریکا باید د ناټو په مشرۍ هلته د ترهګرۍ ضد مبارزه وکړی!

په هر حال، بایډن ډېر مشهور شو، چې د دغه پر کم فکرۍ او کم علمۍ دلالت کوی، افغانان او ټوله نړۍ د هغه څرګندونې غندی، هغه په خپل کمپاین کې وښوېد او داسې ولوېد، چې اوس ځان نه شی سره راټولولى، هغه به هرو مرو د دې سترې تېروتنې له امله د امریکا په راروانو ولسمشریزو ټاکنو کې ناکام وی!

تمیم

ممکن است شما دوست داشته باشید