روزنامه هیواد

د امریکا له نوې ادارې د فلسطین او عربی ټولنې غوښتنه

فلسطینی اداره او عربی ټولنه وایی: هیله لری چې د امریکا متحدو ایالاتونو نوې اداره د فلسطین د خپلواک دولت په جوړېدو کې مثبت رول ولوبوی.د فلسطینی ادارې مشر محمود عباس او د عربی ټولنې عمومی منشی احمد ابو الغیظ وړمه ورځ د مصر پلازمېنه قاهره کې د اسرائیلو او فلسطین د شخړې په اړه خبرې وکړې.چارواکو ویلی: د اردن پادشاه عبدالله هم له محمود عباس سره کتلی او هیله‌یې څرګنده کړې، چې د امریکا نوی ولسمشر جوبایډن د اسرائیلو او فلسطین د شخړې په هواری کې رول ولوبوی.د اردن حکومت په بیانیه کې راغلی، د هغه هېواد پادشاه ټینګار کړی، چې له فلسطین سره د خپلواک دولت په جوړولو او مشروع حقونو ته د لاسرسی په چارو کې اوږه په اوږه درېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید