روزنامه هیواد

د امریکا له لوری د بګرام د پېښې غندنه او د سولې پر بهیر د دغې پېښې اغېزې

د امرىکا د بهرنىو چارو وزىر په بګرام کې حمله وحشىانه بللې او غندلې ىې ده.د امرىکا د بهرنىو چارو وزىر ماىک پامپىو په بګرام کې په امرىکایی ځواکونو د طالبانو د حملې په وړاندې تند غبرګون ښودلى دى. ښاغلی پامپیو د بګرام پېښه وحشىانه او ترورېستی بللې او غندلې ىې ده.ماىک پامپىو په خپل ىو ټوېټ کې لىکلی چې هر ډول وحشىانه، ترورېستی او بزدلانه حمله به د افغانستان د سولې په وړاندې خنډ نه‌شی.ښاغلی پامپیو د بګرام هوایی ډګر ته څېرمه پېښه کې وژل شویو او ټپی امرىکایی سرتېریو ته په اشارې سره وىلی چې دغو سرتېریو د دوى د خوندىتوب په خاطر قربانی ورکړې.خو د افغانستان د ولسی جرګې د دفاعی چارو کمېسىون د وړمې ورځې پېښې ته په اشارې سره وایی: په جګړه کې د ښکېلو خواوو له‌خوا ىو پر بل حملې به د افغانستان د سولې پر پروسې منفی اغېزه وکړی.

د تېرې دوشنبې په ماښام بګرام هوایی ډګر ته څېرمه د طالبانو له لوری په امرىکایی عسکرو په حمله کې درې امرىکایی سرتېری او ىو قراردادی ووژل شول او درې نور امرىکایی سرتېری ټپیان شوی دی.​په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مامورىت ځواکونو د اعلامىې په خپرولو سره دغه خبر تاىىد کړى او وىلی ىې دی چې دغه پېښه د سړک غاړې د ماىن د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.طالبانو د دغې حملې مسئولىت منلى دى.په ورته وخت کې د سىاسی چارو پوه بحرالدىن جوزجانی هم د بګرام پېښې ته په کتو سره وایی: ځىنی پټ لاسونه په ىو ډول هڅه کوی چې د افغانستان د سولې روان بهىر ته زىان ورسوی.ده زىاته کړه: (( په داسې حال کې چې له طالبانو سره د امرىکاىانو خبرې په شدت روانې دی، ځىنی پټ لاسونه لکه روسىه، اىران او پاکستان غواړی چې د دا ډول حملو په ترسره کولو سره د سولې د پروسې مخه ونىسی.))له دې وړاندې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مامورىت مسئولىنو او د افغانستان ددفاع وزارت وىلی وو چې سوله او جګړه دواړه به مخکې وړی.طالبانو هم له دې وړاندې ټىنګار کړى و، چې د سولې له خبرو سره په خوا کې به په افغان او بهرنىو ځواکونو حملو ته دوام ورکوی.خو بحرالدىن جوزجانی وایی: داسې اندېښنې شته چې ممکن پر افغان او بهرنىو ځواکونونو د طالبانو او برعکس پر دوى د حملو دوام به د سولې روان بهىر تر ىوه برىده اغېزمن کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید