روزنامه هیواد

د امریکا غږ د مشر محمد اکبر ایازی پر مړینې د خواشینۍ پیغامونه د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ

  د امریکا غږ د مشر محمد اکبر ایازی پر مړینې د خواشینۍ پیغامونه د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ، افغان سیاستوالو او د ټولنیزو رسنیو پراخو کاروونکو په بېلابېلو پیغامونو کې د امریکا غږ مرکزی او جنوبی آسیا د مشر محمد اکبر ایازی پر مړینې د خواشینۍ پیغامونو کې د هغه مړینه یوه لویه تشه بللې ده.

د افغانستان وتلی ژورنالېست لیکوال او ویاند د امریکا غږ د  جنوبی او مرکزی آسیا د خپرونو عمومی رییس محمد اکبر ایازی وړمه شپه په ویرجینیا ایالت کې د ۶۵ کلونو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شو

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ پرون په اعلامیه کې د مرحوم ایازی پر مړینه د خواشینۍ په ښوودلو سره، د هغه کورنۍ، دوستانو او د رسنیو کورنۍ ته تسلیت ویلی دی.

په دغه اعلامیه کې د ولسمشر محمد اشرف غنی له قوله ویل شوی: (( ارواښاد ایازی د ټولنیزو رسنیو له لارې د خلکو د ذهنیت په جوړولو او روښانه کولو کې رغونکى رول درلود، د هغه فعالیتونه نه هېرېدونکی دی او مړینه یې د افغانستان د رسنیو د کورنۍ لپاره لویه تشه ده.))

د افغان حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله هم په پیغام کې د مرحوم ایازی مړینه لویه تشه بللې او د هغه کورنۍ او د رسنیو کورنۍ ته یې تسلیت ویلى دى.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په پیغام کې د محمد اکبر ایازی د مړینې له امله  ژوره خواشینۍ څرګنده کړې ده، په پیغام کې ویل شوی (( ارواښاد اکبر ایازی د خپل عمر زیات کلونه په ملی او نړیوالو رسنیو کې اطلاع رسونې او د ذهنونو روښانولو ته ځانګړی کړل او له کار سره یې مینه لرله او نوښتګر و. د امریکاغږ د جنوبی او مرکزی آسیا برخې د مسوول په توګه یې دنده ترسره کړه. ده د غربت په ټاټوبی کې له نړۍ سترګې پټې کړې. د هغه مړینه ضایعه ده.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپلې ډاډګیرنې او همدردۍ مراتب دهغه کورنۍ، دوستانو، خپلوانو او د هېواد د مطبوعاتو سترې کورنۍ ته څرګندوی او د لوى خداى (ج) له دربار څخه ارواښاد ته د فردوس جنت هیله کوی. ))

د افغانستان د ملی امنیت

شورا مشاور حمدالله محب هم پر خپل ټوېټر د هغه پر مړینه خواشینی ښوودلې ده. د افغانستان رسنیو، فرهنګیانو، لیکوالانو او د ټولنیزو رسنیو زیات شمېر کاروونکو په بېلابېلا پیغامونو کې د مرحوم محمد اکبر ایازی پر مړینه د خواشینۍ په ښوودلو سره د هغه کورنۍ او دوستانو ته تسلیت ویلى دى.

 

 

 

 

 

ممکن است شما دوست داشته باشید