روزنامه هیواد

د امریکا سنا جرګه: په افغانستان کې د جمهوریت دوام غواړو

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غنی د چهارشنبې په ماښام د امریکا د متحدو ایالتونو د سنا مجلس له پلاوی سره وکتل. په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، د امریکا د سنا مجلس پلاوی د افغانستان د جمهوری ریاست د بریالیو ټاکنو د ترسره کېدو د مبارکۍ ترڅنګ، ټاکنې د ولسواکۍ د اساساتو د پیاوړتیا لپاره مهمې وبللې.یاد پلاوی له تروریزم سره د مبارزې او د ټاکنو د امنیت د ټینګښت په خاطر د افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو مننه وکړه او وې ویل: د امریکا متحده ایالتونه د سولې د هغې پروسې هرکلی کوی، چې د ښځو د حقونو او جمهوری نظام د تداوم ترڅنګ په کې د تېرو دوو لسیزو ټولې لاسته راوړنې خوندی پاتې شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید