روزنامه هیواد

د امریکا سفیر: ولسمشر غنی د انس حقانی د خوشی کولو جرأتمندانه اقدام وکړ

په کابل کې د امرىکا سفىر له افغان زندانه  د حقانی شبکې د درېـىو غړیو د خوشی کېدو هرکلى کړى او دا ىې د افغان حکومت شجاعت مندانه ګام بللى دى. ښاغلی جان بس په دې تړاو نه ىوازې ټوېټ کړى، بلکې له رسنىو سره ىې په خبرو کې وىلی چې دغه کار د افغان جمهوری نظام او امنىتی ځواکونو پىاوړتىا وښودله. جان بس واىی، د امرىکا حکومت په کلکه د درېـىو طالب زندانىان د خوشی کولو په اړه د افغان ولسمشر غنی ملاتړ کوی: ((افغان ولسمشر د خلکو د سولې غوښتنې ته په دغه کار سره مثبت ځواب ورکړ، هىله لرم چې طالبان هم په انسان دوستانه ډول افغان امنىتی سرتېری او بهرنی برمته شوى کسان خوشی کړی.))جان بس همدا راز ګواښ کړى، که طالبان دې ته مثبت ځواب ورنکړی، امرىکا به د افغان حکومت تر شا ودرېږی.دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غنی پرون په خبری کنفرانس کې له افغان زندانه د انس حقانی، حافظ رشىد او مالی خان ځدراڼ خوشی کېدل تاىىد کړل خو زىاته ىې کړه: دا کار له ډېرو مشورو وروسته شوى او بندىان په مشروط ډول خوشی کوی. افغان حکومت هىله لری چې په دې سره به نه ىوازې د امرىکایی پوهنتون استادان راخوشی شی، بلکې طالبان به له حکومت سره هم مذاکرات پیل کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید