روزنامه هیواد

د امریکا د ملی امنیت سلاکار: په افغانستان کې روانه جګړه د منلو نه ده

امریکا یو ځل بیا په افغانستان کې د روان تاوتریخوالی د ژر درېدو غوښتنه کړې او له ښکېلو غاړو یې غوښتی، چې د سولې خبرې پیل کړی.د ولسمشر جوبایډن د ملی امنیت سلاکار جک سلیوان په تازه اعلامیه کې وېیلی: په افغانستان کې روان تاوتریخوالی او د جګړو اوج د منلو نه دی.نوموړی زیاته کړې، د دې جدی اړتیا ده، چې دواړه لوری د جګړې پر ځای ژر تر ژره مذاکراتو ته راوګرځی او د سولې خبرې په چټکۍ پیل کړی. دی وایی: په افغانستان کې هېڅ لوری هم د زور له لارې واک ته نه شی رسېدلی، نو له همدې امله جدی اړتیا ده ،چې ښکېل اړخونه جګړې کمې کړی او د مذاکراتو فرصت دې نه ضایع کوی.جک سلیوان زیاته کړې، چې افغان سوله د امریکا له ملاتړ برخمنه ده او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دی.د امریکا د ملی امنیت سلاکار په هرات کې د ملګرو ملتونو پر دفتر برید هم په کلکو ټکو غندلی او په وینا یې دا یوه بوږنوونکې پېښه ده او په افغانستان کې د جګړو پرمهال باید بې طرفه وګړو ته زیان وا نه وړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید