روزنامه هیواد

د امریکا د دیموکراتانو د کمپیوټرونو سرور اوکراین هک کړی و

په نویو خپرو شویو اسنادو کې ویل شوی، چې د امریکا ولسمشر ټرمپ د ټاکنیز کمپاین پخوانی مشرپاول مانافورټ ډېر مخکې د ۲۰۱۶ م کال په دوبی کې دا خبره راپورته کړې وه، چې د دیموکراتانو د ملی کمېټې د کمپیوټرونو سرور روسیې نه، بلکې اوکراین هک کړی و.په هغو ۵۰۰  مخیزو سندونو کې چې د امریکا د عدلیې وزارت د امریکا د ۲۰۱۶ م کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې په اړه د ځانګړی مفتش رابرټ مولرد څېړنې په اړه خپاره کړی، د مانافورټ مرستیال ریک ګېتس د دغې څېړنې په ترڅ کې (اف بی آی) ته په مرکو کې دا خبره کړې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید