روزنامه هیواد

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونی بلېنکن هند ته ځی

په پام کې ده ،چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونی بلېنکن نن (یکشنبه ) هند ته سفر وکړی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ دا خبر ورکړ.ټاکل شوې چې ښاغلی بلېنکن د چهارشنبې په ورځ له صدراعظم نارېندرا مودی او له خپل هندی سیال سره په نوی ډېلی کې وګوری.د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایی: بلېنکن به پر هغو امنیتی مسایلو سربېره چې د دواړو هېوادونو د ګټو لپاره مهم دی، د مځکې د تودوخی او د کرونا د وبا په اړه هم له هندی چارواکو سره خبرې وکړی.هند، په آسیا کې د چین د تعرضی سیاستونو د مخنیوی لپاره د واشنګټن مهم متحد بلل کېږی.د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایی ،چې بلېنکن به هند ته له درې ورځنی سفر وروسته کوېټ ته ولاړ شی او د هغه هېواد له چارواکو سره به وګوری.د بلېنکن له سفر سره په یوه وخت کې د امریکا دفاع وزیر لوېډ اسټن هم د جنوب ختیځې آسیا خوا ته په سفر روانېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید