روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د امریکا حکومت په ایران کې د رژیم د بدلون په لټه کې نه دی

د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع وزیر جېمر مټېس ویلی چې حکومت یې په ایران کې د رژیم د بدلون په لټه کې نه دی. جیمز مټېس وړمه ورځ د دې پوښتنې په ځواب کې چې حکومت یې په ایران کې د رژیم د بدلون یا د حاکم رژیم د سقوط په اړه کومه پالیسی برابره کړې که نه؟ وویل، چې تر اوسه هېڅ داسې کار نه دى شوى.د امریکا د دفاع وزیر د یوشمېر نورو امریکایی چارواکو دا خبره تکرار کړه، د متحدو ایالتونو هدف دا دی چې د ایران کړه وړه بدل شی. ده وویل: متحد ایالاتونه غواړی ایران په یوشمېر مسایلو کې چې نړیوالې ټولنې ته یې متوجه کړی، خپل دریځ بدل کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید