روزنامه هیواد

د  امریکا بندیزونو افغانستان ته د ایرانی محصولاتو قاچاق ډېر کړی

د کانو او صنایعو  د خونو مسوولین وایی، چې د ایرانی توکو قاچاقی وارداتو د افغانستان تولیدی صنایع تر فشار لاندې راوستی . پر ایران د امریکا د تعزیراتو له سختېدو وروسته، د ایرانی محصولاتو قاچاق په بېساری ډول زیات شوى. د افغانستان د کانو او صنایعو دخونو رییس  شیرزاد کمین زاده وایی، چې دغه هېواد د ۳۵ ډوله جنس په تولید کی خودکفا شوی، خو بیا هم ورته اجناس له ایران څخه افغانستان ته را واردیږی. د ده په خبره د ډالرو په وړاندې د ایرانی تومن او پاکستانۍ کلدارې د ارزښت بېساری کمیدل، افغانستان ته د ایرانی او پاکستانی تولیداتو د قاچاق د زیاتوالی سبب شوی.د افغانستان د کانونو او صنایعو خونه په اندیښنې سره وایی، چې له دغو دواړو هېوادو په تېره بیا له ایران څخه، افغانستان ته د ورته تولیداتو د قاچاق زیاتوالی، پرته له ګمرکی محصول څخه، د افغانستان صنایع په جدی ډول تر فشار لاندې راوستی دی.د امریکا جمهور رییس ډونالډ ټرمپ، پر ایران د نفتو او فلزی صنایعو د صادراتو په شمول د دغه هېواد پر وړاندې سخت تحریمونه وضع کړل. ایران د دغو بندیزونو له امله، خارج ته د مالونو د صادرولو په برخه کی له ستونزو سره مخ دی.د افغانستان د کانو او صنایعو د خونې رییس په دې اړه وایی: (( د تعزیراتو په سختېدو سره ایرانی تولیدات په بېساری قاچاقی ډول سره افغانستان ته واردیږی. ایران بل مارکېټ نه لری او هڅه کوی ،چې خپل تولیدات افغانستان ته واستوی.))

افغانستان ته کوم ایرانی محصولات قاچاقیږی؟
د افغانستان د کانو او صنایعو خونه وایی: په داسی حال کې چې افغانستان په اوس وخت کی په ۳۵ تولیدی سکتورونو کې پر خپلو پښو دریدلی، خو بیا هم ورته محصولات لکه اوسپنه، ساختمانی مواد، برقی وسایل، لبنیات، غیرالکولی مشروبات، د مینځلو مواد او حتی ترکاری، غوښې او هګۍ هم له ایران څخه افغانستان ته واردېږی.افغان حکومت په نظر کې لری ، چې له ایران او پاکستان څخه د ورته او قاچاقی محصولاتو د مخنیوی لپاره په سرحدی ځایونو کی پنځه د کنترول مرکزونه جوړ کړی. د افغانستان د کانو او صنایعو  د خونو رییس وایی ، چې د دغو مرکزونو د جوړولو کار به تر یوې اوونۍ پورې پیل شی.د افغانستان د کانو او صنایعو خونه وایی: په سرحدونو کې ناامنۍ هم ددې سبب شوی، چې دغه محصولات په قاچاقی ډول د افغانستان بازارونو ته داخل شی.د افغانستان د کانو او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې،  د ایران او پاکستان محصولات له څو سرحدی لارو افغانستان ته قاچاقیږی. ایران د اسلام قلعه او فراه او نیمروز ولایتونو څخه خپل محصولات افغانستان ته واردوی او پاکستانی محصولات بیا د کرمې ایجنسۍ، انګور اډې، پټان او خوست ، پکتیا او ګردیز ولایتونو له لارې افغانستان ته واردېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید