روزنامه هیواد

د امریکا او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو  د افغان سولې پر بهیر خبرې وکړې

له طالبانو سره د سولې د خبرو د بل پړاو لپاره قطر ته د زلمی خلىلزاد د سفر په درشل کې د امرىکا او پاکستان د بهرنىو چارو وزىرانو وړمه ورځ /سې شنبه/ د افغان د سولې د بهىر په اړه خبرې وکړې. د پاکستان د بهرنىو چارو وزارت په ىوه خبرپاڼه کې وىلی چې ماىک پامپىو او شاه محمود قرىشی په ټلېفونی خبرو کې د افغان سولې د پروسې د دوام پر اهمىت ټىنګار وکړ. په خبرپاڼه کې همداراز وىل شوی چې د دواړو هېوادونو د باندنىو چارو وزىرانو هىله څرګنده کړې چې د افغان سولې لپاره د امرىکا د ځانګړی استازی زلمی خلىلزاد راتلونکى سفر به تراوسه پورې د شوىو پرمختګونو د لا بری لاره  هواره کړی. زلمى خلىلزاد، چې تېره مىاشت ىې په قطر کې له طالبانو سره ۱۶ ورځې خبرې وکړې، اوس په افغانستان کې دى او د حکومت په ګډون بېلابېلو خواوو ته د خپلو خبرو په اړه معلومات ورکوی. ده په کندهار کې له یو شمېر مخکښو کسانو سره کتلی او په دې هڅه کې دى، چې د جنوب حوزې د جګړې د لومړۍ کرښې له طالب قوماندانانو سره هم وګوری، دا به د امریکا او طالب ډلې لومړى د دې کچې لیدنه وی.د پاکستان د بهرنىو چارو وزارت وایی چې شاه محمود قرىشی د امرىکا د بهرنىو چارو وزىر ته د ملی عمل پلان د اجرا کېدو په اړه د پاکستان د حکومت د اقداماتو په اړه معلومات ورکړل. دواړو خواوو د هند او پاکستان پر اړىکو هم خبرې وکړې.

ممکن است شما دوست داشته باشید