روزنامه هیواد

د امریکا او طالبانو پر مذاکراتو د افغان حکومت اندېښنه کمه شوې

د افغانستان د ملی امنىت  شورا مشاور حمدالله محب وایی چې له طالبانو سره په افغانستان کې د امرىکا د سولې د مذاکراتو په اړه اوس تر ډېره د افغان حکومت اندېښنې کمې شوې دیده په کابل کې له طلوع خصوصی تلوېزیون سره په مرکه کې ووىل چې اوس د پخوا په پرتله زلمى خلىلزاد هم له افغان حکومت سره د مذاکراتو په اړه معلومات شرىکوی. ده ووىل : (( اوس مو اړىکه ښه ده.))ښاغلی محب څه موده مخکې په واشنګټن کې خبرىالانو ته وىلی وو چې خلىلزاد د واک ترلاسه کولو په فکر کې دى او له طالبانو سره ىې په خبرو کې افغان حکومت څنګ ته کړى دى، خو د امرىکا د بهرنىو چارو وزارت په هماغې ورځ د ښاغلی محب دا ادعا رد کړه. مګر محب بىا هم ټېنګار وکړ چې دا پىغام باىد واشنګټن ته رسول شوى واى.ښاغلی محب په ۱۹۹۰ کلونو کې د افغان جهادی مشرانو ترمنځ په سعودی کې د سولې تړون ته په اشارې ووىل چې افغانان هېڅکله هم بىا هاغسې تړون نه غواړی.نوموړی ټېنګار وکړ چې له طالبانو سره په مذاکراتو کې باىد افغان حکومت موجود وی او وایی په هرو مذاکراتو کې چې حکومت دخىل نه وی، مطلوبه نتىجه نه ورکوی.ده دا څرګندونې داسې مهال وکړې چې ټاکل شوې په افغانستان کې د سولې په چارو کې د امرىکا ځانګړى استازی زلمى خلىلزاد د اووم ځل لپاره له طالبانو سره ووىنی. ده تر دې دمه شپږ ځلې په قطر کې له طالبانو سره لىدلی او په خبره ىې په دغو مذاکراتو کې ىو لړ پرمختګونه هم شوی ، خو لا کوم توافق نه دى شوى.

ممکن است شما دوست داشته باشید