روزنامه هیواد

د امریکا او طالبانو د استازو ترمنځ د نهم پړاو خبرو پیل

سمېع الله سمېع

پنځلسمه برخه

امرىکا له طالبانو سره هرډول معامله نه منی:

دامرىکا ددفاع وزىر دوږی په ۱۶ مه  په پارىس کې له خپل فرانسوی سىال سره په ىوې  خبرې غونډه کې ووىل: سره له دې چې امرىکا هڅه کوی چې سىاسی هوکړه رامنځته کړی، خو دغه هڅې  په دې مانا نه دی، چې امرىکا د طالبانو په خوښه هرډول معامله کوی، موږ غواړو چې ډاډه شو او  په داسې هوکړه لىک لاسبری  پىدا کړو چې د افغانستان دخلکو لپاره امنىت او ښه راتلونکې تضمىن کړی.

دامرىکا ددفاع د وزىر څرګندونې په داسې وخت کې وشوې چې په  همدې ورځ دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ له طالبانو سره دسولې دخبرو د بندولو امروکړ اوپه کمپ دىوىد کې یې له طالب استازو او افغان ولسمشر محمداشرف غنی سره خپلې لیدنې هم بندی کړې او خلىلزاد یې له قطر څخه واشنګټن ته وغوښت.

له بلې خوا د وږی په شپاړسمه د شپې له خوا د طالبانو ددفتر وىاند سهىل شاهىن ووىل: چې ملا عبدالغنی برادر، خلىلزاد ،جنرال سکات مىلر او دقطر دبهرنىو چارو وزىر ىوه ګډه غونډه وکړه او د سولې دهوکړه  لىک په اړه یې تبادل نظر وکړ.

د افغانستان د وضعىت په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنه:

ملګرو ملتونو سرمنشی انتونىو ګوترىش دملی امنىت شورا په غونډه کې  دافغانستان د وضعىت په اړه خپل رپوټ وړاندې کړ او ویې وىل چې د افغانستان امنىتی وضعىت داندېښنې وړ دى، لاتراوسه پورې ناامنی ، دملکی تلفاتو زىاتوالى، اقتصادی کمزورتىا، دفقرزىاتوالى ، بېکارۍ اوله بشری حقوقو څخه سرغړونه په ډېر بدحالت کې شتون لری.

په دغه رپوټ کې وىل شوی دی: افغانستان له ډېرو  ستونزو سره مخ دى اودملګرو ملتونو همکارۍ او مرستوته زىاته اړتىا لری . دغه رپوټ  په داسې حال کې  دامنىت شورا ته وړاندې شو، چې دافغان سولې لپاره دامریکا استازی خلىلزاد په قطر کې له طالبانو سره دسولې هوکړه لىک وروستى کړى و او ىوازې د ټرمپ لاسلىک
ته پاتې و.

د ا فغان سولې په اړه د روسىې او هندګډه اعلامىه:

په داسې حال کې چې په قطر کې د  طالبانو دسولې خبرې وروستی پړاوته رسېدلې وې،دهند صدراعظم نریندرا مودی د روسىې په رسمی بلنه د وږی په پنځلسمه د دوه ورځنی سفر لپاره ورسېد.

دافغان سولې په اړه مودی د روسیې له ولسمشر پوتىن سره هراړخىزې خبرې وکړى، دغو مشرانو له دوه ورځنی سفر وروسته دافغان سولې په اړه ىوه ګډه اعلامىه خپره کړه.

په نوموړې اعلامىه کې راغلی دی، چې دافغان سولې لپاره به خپلې همغږۍ لا زىاتې کړی. دهند او روسیې داعلامیې په اوولسمه ماده کې راغلی : هند او روسىه د ټول  شموله سولې لپاره دملګرو ملتونو د هڅو او په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ او مالکىت دپخلاىنې ملاتړ کوی.دواړو خواوو په افغانستان کې دسملاسی سوله ىىز حل په اړه خپل تعهد وښوده. په اعلامىه کې وىل شوی دی، په افغان سوله کې ښکېل هېوادونه دې هڅه وکړی چې خپلې هڅې پرىوې ټول شمولې او دوامدارې سولې متمرکزې  کړی او روان تاوترىخوالى دې ژر ودرول شی.

دافغان سولې په اړه  د اسلام آباد درې اړخىزه غونډه:

په داسې حال کې چې په بغلان ، کندوز، بدخشان، تخار ، فراه او ىو شمېر نورو ولاىتونو کې د طالبانو او  افغان ځواکونو ترمنځ سخته جګړه روانه وه. په اسلام آباد کې د پاکستان ، افغانستان او چىن دبهرنیو چارو د وزىرانو په ګډون د وږی په دىارلسمه دافغان سولې په اړه درې اړخىزه غونډه جوړه شوه. په دې غونډه کې دافغانستان په امنیت ، له ترهګرۍ سره په ګډې مبارزې او دطالبانو اوامرىکا دسولې دهوکړه لىک په اړه خبرې وشوې. په دغو خبرو کې دافغانستان له لوری  دبهرنىو چارو وزارت سرپرست صلاح الدىن ربانی ګډون کړى و.

د طالبانو سره بىن الافغانی خبرې دولسمشرۍ له ټاکنو ىوه اوونۍ مخکې پىلېږی:

د وږی په شپاړسمه په داسې حال کې چې خلىلزاد ، په دوحه کې له طالبانو سره دسولې هوکړه لىک وروستى کړى و، ىوې سرچىنې ىو شمېر رسنیو ته ووىل، چې د طالبانو او متحدو اىالاتو د پلاوی ترمنځ په نږدې ورځوکې دسولې دهوکړه لىک دلاسلىک کېدلو احتمال شته . له دې سره هم مهاله پردې کارکېږی چې د ولسمشرۍ دټاکنو له رارسېدو ، ىوه اوونۍ مخکې په اوسلو ىا جرمنی کې بىن الافغانی مذاکرات پىل شی. په دې اړه د طالبانو پلوی او سىاسی شنونکی نظرمحمد مطمىن ووىل، چې په دوحه کې د طالبانو اودامریکاد  متحدو اىالاتو ترمنځ دسولې خبرو له نهایی کېدو سره هم مهاله دواړه لوری هڅه کوی ،چې د ىو لړ مراسمو په ترڅ کې دغه توافقنامه ژر لاسلىک شی.

په دغه وخت کې افغان حکومت له طالبانو سره دخبرو لپاره دمرکچی پلاوی پر ټاکلو  کار کاوه.

ممکن است شما دوست داشته باشید